آيا غيبت په رشتيا روغتيا ته ګټه رسوي؟
زيات انسانان ګډ کار يا يوځای وخت سره تېروي، خو وروسته يو په بل پسي داسي خبري کوي چي په حضور کي يې نه کوي. غيبت چي نژدې په ټولو اديانو کي يو ناخوښ او حتی ممنوع عمل دی، د نوو څېړنو له مخي ښايي روغتيا ته ګټور وي.
اديان غيبت له «بد ترينو» اعمالو څخه بولي
نه یوازي د اسلام دين بلکه نژدې په نورو ټولو اديانو کي غيبت يو ناخوښ او حتی له لويو ګناهونو څخه يو دی. په زیاته په اسلام کي د دغه دين د پيغمبر ص د نورو احاديثو تر څنګ يو دا هم دی چي وايي «الغِيبَة أشدُّ من الزِّنا» يعني غيبت تر زنا بدتر دی.
غيبت يو اعتياد
څېړني ښيي چي غيبت کول د غيبت کوونکو انسانانو په دماغ کي د خوشالۍ هورمنونه رامنځته کوي. کارپوهان وايي چي غيبت د سيګريټو او نورو معتاد کوونکو توکو په شان انسانان معتادوي. خو د يوې څېړني پايلي ښيي چي هغه انسانان چي غيبت کوي احتمال يې زيات سته چي دغه عمل يې روغتيا ته مثبته پايلي ولري او ژوند يې هم اوږد سي.
غيبت د خوشالۍ سبب
د «ډېلي مېل» مجلې د يو راپور له مخي هغه انسانان چي غيبت کوي هغوی خوشاله وي او صحت يې هم ښه وي. غيبت کول په ژونديو موجوداتو کي يوازي په انسانانو کي موجوده يوه پديده ده. خو له بل اړخه داسي انګيرل کيږي چي د غيبت يوه وجه حسد او بدنيتي وي چي دا کار هغه کسان کوي چي له خپل ژوند يا حالت څخه ناخوښ يا ناډاډه وي.
د راز او نياز ملګري
د څېړني د پايلو له مخي هغه انسانان چي په ګډه غيبت سره کوي، هغوی په دې عمل سره يو پر بل خپل اعتماد او باور ښيي. غيبت کوونکي کسان د غيبت کولو په عمل کي ځانته هم معلوموي چي پر چا اعتماد او اعتبار کولای سي.
غيبت يوه عمومي پديده
د آکسفورډ پوهنتون د تدريجي تکامل د موضوع کارپوه، پروفيسور روبين دنبار وايي چي غيبت د انسانانو تر منځ د تماس نيولو يوه داسي وسيله ده چي د هغوی ژوند اوږدوي. د هغه په وينا غيبت د ژوندي پاته کېدو له پاره يو ضروري عمل دی او له همدې کبله دا يوه عمومي پديده ده.
له ملګرو سره غيبت
د پروفيسور روبين دنبار په وينا غيبت د ټولنيزي شبکې د ماموريت يو وسيله ده. د هغه په وينا انسانان چي کله له يو بل سره غيبت کوي نو ورته څرګندوي چي دوست او ملګری يې دی.
نکلونه داستانونه
د کارپوه دنبار په وينا انساني ژبي په داسي حال کي وده کړې او رامنځ ته سوې چي انسانان غواړي خپل شاوخوا انسانان ځان ته متوجه کړي او ورته له دې کبله داستانونه او نکلونه اوروي. د دغه کارپوه په وينا له همدې کبله ژبه د تماس او په دې توګه د ټولنيز ژوند اساس ګرځېدلې ده. خو د دنبار څېړنه د نورو ساينسي او علمي منابعو له خوا تر اوسه نه ده تائيد سوې بلکه برعکس زيات وخت غيبت د جنجالونو او ناخوښيو لامل ګڼل کيږي.