ترکيه غواړي په ۲۰۲۳م کال کې پر سپوږمۍ قدم کيږدي
۱۳۹۹ بهمن ۲۲, چهارشنبهاردوغان د فضايي پروګرام د اعلانولو پر وخت وويل: «انشاء الله موږ به پر سپوږمۍ قدم کښيږدو.» نوموړي زياته کړه: «د ۲۰۲۳م کال تر پای پورې به د نړيوالو په مرسته سپوږمۍ ته د ترکيې د جوړ شوي راکټ د رسيدو ننداره وکړي.»
اردوغان وويل چې دا به يوازې يو سياحتي سفر نه وي، بلکې د دې سفر له لارې موږ غواړو د خپلو راتلونکو نسلونو له پاره يوه نوې ساينسي لاره پرانيزو.»
ولسمشر د يوه فضايي مرکز د جوړولو او په ستېلايت تيکنالوژۍ کې د «ګلوبل برانډ» د جوړولو د پلان اعلان هم وکړ.
هغه وويل: «زه هیله مند يم دا پروژه به په نړيوال فضايي سيالۍ کې ترکيه د لومړي کتار په هېوادونو کې شامله کړي او موږ به په دې پروګرام کې بريالي کيږو.»
له ۲۰۱۸م کال راهيسې د فضانوردۍ په ډګر کې
ترکیې په ۲۰۱۸م کال د فضايي آژانس چارې پېل کړې. دا هغه وخت وو چې ترکیه له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ وه او له کبله پرې پر فضايي پروګرام د ډېر لګښت له کبله سختې نيوکې هم وشوې. خو د دې پروژې پلويان وايي چې له دې سره د هيواد ساينس پوهان او څيړونکي خپل په هيواد کې د څېړونو يوه موقع په لاس راوړي او نورو هيوادونو ته به يې د تللو مخه ونيوله شي.
اړونده موضوع: ناټو غواړي په آلمان کې فضايي مرکز جوړ کړي
اردوغان د دې پروژې د لګښت په اړه جزيات ور نه کړل. هغه تيره مياشت د «SpaceX» فضايي پروګرام د اجرايوي مشر الون مسک سره په دې اړه غږيدلي وو چې له ترکي شرکتونه سره د فضايي تخنيک په برخه کې همکاري وکړي.
ترکیې تېره مياشت د «SpaceX» په مرسته له امريکا څخه د «ترک سيت ۵ ای» په نوم ستېلايت هم فضا ته استولی وو.
اردوغان وويل چې د ملي فضايي پروګرام لومړی هدف د جمهوريت د سلمې کليزې پر وخت يعني په ۲۰۲۳م کال کې پرسپوږمۍ قدم ايښوول دي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP)
زموږ له آرشيف څخه: