د واوري جوړښت له پیل څخه تر پایه
د واوري یوه منظره ډیره ښکلې او زړه راکښونکې ده. خو په عین وخت کي د واوري هره دانه هم خپله ځانګړې ښکلا لري. د واورینو کریستالونو رنګارنګي او د هغو د جوړښت څرنګوالی په دغو انځورونو کي وګورئ.
په واوره کي قدم وهل ډیر خوند کوي. ډیر کسان د واوري د اوریدو هیله کوي. خو د ژمي یوه منظره یوازي له لیري څخه ښایسته نه معلومیږي.
واوره چي د باران کنګل سوی شکل دی له میلیونو کریستالونو څخه جوړه سوې ده. کله چي د باران څاڅکي په وریځو کي کنګل سي نو واوره ترې جوړیږي. ددغه جوړښت له پاره باید د هوا د سانتي ګراد درجه له منفي ۴ څخه تر منفي ۲۰پوري وي.
د مځکي پر لور د واورينو کريستالونو سفر تر دغه ډول شرایطو لاندي پیلیږي. د هغو اندازه په اول سر کي یوازي ۰،۱ میلي متره وي او شپږ خواوي لري. چي وروسته د اوبو د مالیکولونو په کریستالي جوړښت باندي بدیلیږي.
د واوري د سفر لومړی پړاو په وریځو کي پیلیږي. هلته په مخ پر زیاتیدونکي ډول، د اوبو بخار په دغو کریستالونو پوري نښلي او هغوی لاپسي غټ او رنګارنګ کوي. د هغوی د ډولونو جوړښت د هوا په حرارت، رطوبت او باد په اندازې پوري اړه پیدا کوي.
هغه شکلونه چي تولیدیږي زیاتره وخت، د ډېرو څانګو په درلودلو سره کریستالونه دي. دغه ډول کریستال تر ټولو واضح دي. خو کریستالونه هغه وخت د واورو په دانو تبدیلیږي چي شمیر یې ډیر وي، یعني د څو کریستالونو له ترکیب څخه.
شاوخوا یو ساعت وخت غواړي چي د واورو یو کریستال مځکي ته ورسیږي. که د هوا د سانتي ګراد درجه منفي ۵ وي او رطوبت ډیر وي نو د واورو لويي دانې ورڅخه جوړیږي. خو په هغو سیمو کي چي د هوا درجه ډیره کښته وي، نو د واورو دانې حتی د ستنو په ډول مځکي ته راکښته کیږي.
له واوري څخه جوړ سوي سړي له پاره هر ډول واوره مناسبه نه ده. لنده واوره ښه ده او وچه واوره چي د پوډرو په شکل وي، مناسبه نه ده. خو دغه ډول واوره بیا پرمځکه پاتیږي او د طبیعي یخچالونو د جوړښت له پاره ضروري ده.
د طبیعي یخچالونو د جوړښت له پاره څه د پاسه یو کال وخت ته اړتیا ده. پسله څه وخته یې رنګ بدليږي او شین او زرغون رنګه ښکاري.
د ژمي منظرې په اصل کي سپیني نه دي. څرنګه چي واوره له اوبو جوړیږي نو رنګ نه لري او په اصل کي سپینه نه وي. دا د واوري کریستالونه دي چي سپین رنګ تولیدوي. د واوري کریستالونه د هندارو په شان د لمرسپیني وړانګي منعکسوي.
خو د تازه اوریدلي واوري ځلا حقیقي ده. دا ځکه چي په دغه واوره کي د واورو دانې لا په بشپړ ډول یو پر بل پرتې وي. د واورینو کریستالونو څوکي د یوې کوچنۍ هنداري په ډول، نور منعکسوي.