د یوه آلماني په کور کې په لسګونو ماران او لړمان موندل شوي
۱۴۰۰ آذر ۸, دوشنبهد اطفایې یا ژغورنې کارمندانو د دغه سړي د کور له لوړ پوړ او زیرزمينۍ څخه داسې ماران او لړمان را وایستل چې یو شمیر یې ډیر زهري وو.
د دغو پيچلو عملیاتو په جریان کې چې څو ساعتونه یي دوام وکړ، افعي ماران، ګابون او عینکي کُوبرا ماران هم تخلیه شوي دي.
د احتمالي چیچل کیدو په صورت کې چیچل شویو کسانو ته د رسیدګۍ او بیړني وضعیت د کنترول له پاره روغتیایي ټیم او څو امبولانسونه هم هلته موجود وو.
د دغو خزندګانو او خطرناکو حشرو یو شمیر یي د دغه کس په اپارتمان کې چې ۴۵ متره مربع مساحت لري، او یو شمیر زهرجن ماران یي په زیر زميني کې ساتل کیدل چې د دغې لویې ودانۍ ټولو خلکو ورته تګ راتګ کولی شو.
له دغو پيچلو او خطرناکو عملیاتو تر پای ته رسیدو وروسته، ټول زهرجن ماران او لړمان د آلمان په نورد راین- وستفالن ایالت کې د حیواناتو د پيژندنې یوه سازمان ته وسپارل شول.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص