د ښې رواني روغتيا راز څه دی؟
له خوب، ورزش او خوړو څخه یې کوم يو پر رواني روغتيا ډېر اغیز کوي؟ د نوي زيلاند د آف اوتاگو پوهنتون په يو څيړنيز رپوټ کې په دې اړه جزيات خپاره کړي دي.
ښه خوب
په عمومي توگه ويل کيږي چې د اتو ساعتونو خوب ډېري روغتيايي گټې لري خو تر ساعتونو یې دا مهم دي چې انسان ښه خوب وکړي. ښه خوب که هغه يو څو ساعته هم وي د ذهني روغتيا له پاره ډېرې گټې لري.
ژور خفگان او خلق تنگي
د ساينس الرټ په نامه انترنت پاڼه کې په نشر شوې دې ساينسي څيړنه کې راغلي دي چي د خوب کمښت د ژور خفگان او خلق تنگۍ باعث کيدلی شي. د خوب د کمښت له کبله د ورځې په ترڅ کې تحريک پذیري يا د انسان ډېر حساس کيدل عامه خبره ده چې دا نه يوازې د ورځني ژوند چارې، بلکې کورنۍ اړيکي هم اغیزمنوي.
باانډوله خواړه
خو يوازې ښه خوب کافي نه وي، متوازن خواړه هم سړی له ژور خفگان څخه ساتي. په حبوباتو، سابو او میوو کې داسې ويتامنونه او منرالونه وي چې زموږ د ذهني روغتيا له پاره اړين دي.
د اوږد مهاله روغتيا له پاره گټور
په دې څېړنه کې دا هم ویل شوي دي چې که انسانان وپوهيږي چې ښه خواړه، خوب او ورزش ته بايد پاملرنه وکړي نو دا یې اوږدمهاله روغتيا ته ډېر گتور تمامیدای شي.
څنگه ښه خوب وکړو؟
تر ويده کیدو کابو يو ساعت مخکې تلويزيون، کمپيوتر او له ځيرک تليفون څخه واټن نيول د هوسا خوب له پاره اړين دي. د ډاکترانو په حواله تر ويده کیدو دوه تر دريو ساعتو مخکې پورې بايد ډوډۍ ونه خوړل شي او د خوب ځای ته د تلو يو وخت بايد وټاکل شي. دا کار د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي.
متوازن خواړه څه ته وايي؟
زموږ بدن کاربوهايدريت، پروتين، غوړو، ويتامنونو او منرالونو ته اړتيا لري. له دې امله اړینه ده چې داسې خواړه وخورو چې دا ټول شيان ترې ترلاسه کړای شو. د سبزيجاتو او میوو کارول گټه لري. په اعتدال سره له غوښې گټه پورته کول او حبوبات په خپل خوراک کې شاملول هم اړين دي.
د ورزش گټې
د يوې تازه څيړنې پر اساس هره ورځ ۳۵ دقیقې پلي تگ د وزن په کمولو کې مرسته کولی شي. که سړی کومه لوبه کوي، په ماشينونو سره ورزش او که يوازې پلي تگ کوي، دا ټول د اوږد ژوند او ښې روغتيا له پاره اړين دي.
د ښه صحت بنسټ
د نوي زيلاند د اوتاگو پوهنتون په دې څيړنه کې شامل يو ساينس پوه وايي: «ښه خوب، ورزش او سالم خواړه دا ټول د ښه صحت اساس جوړوي او دا درې سره عوامل په ځانگړي توگه د ځوانانو پر ټولیزه روغتيا ډېر اغیز لري.»