1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

سیګار: طالبان ښايي د امریکا له مرستو ګټه اخلي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱, جمعه

د افغانستان پر بیارغاونه د څار ځانګړي امریکايي ادارې یا سیګار مشر خبرداری ورکړی چې د دې احتمال شته چې د امریکا مرستې د طالبانو لاس ته لویږي. هغه د بایدن اداره تورنه کړې چې په دې اړه د څېړنو مخنیوی کوي.

https://p.dw.com/p/4QOw8
  امریکا واشنګټن | د افغانستان پر بیارغاونه د څار ځانګړي امریکايي ادارې یا سیګار مشر جان ساپکو
امریکا واشنګټن | د افغانستان پر بیارغاونه د څار ځانګړي امریکايي ادارې یا سیګار مشر جان ساپکوانځور: Charles Dharapak/AP Photo/picture alliance

د سیګار مشر جان سوپکو چې د امریکا د کانګرس د څارنې کمېټې ته د شاهدي ورکولو له پاره حاضر شوی ؤ، وویل: «له بده مرغه، په داسې حال کې چې زه اوس دلته ناست یم، نه شم کولای دې کمېټې یا د امریکا مالیې ورکوونکو ته ډاډ ورکړم چې موږ د طالبانو د تمویل په حال کې نه یو.» هغه زیاته کړه: «او نه شم کولای تاسو ته ډاډ درکړم چې طالبان هغه پیسې چې موږ یې د افغانستان بې وزلو خلکو ته لیږو، نه راګرځوي.»

جان سوپکو داسې مهال په دا ډول هېښوونکو افشاګریو لاس پورې کوي چې د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي له خپل ځواک څخه په ګټه اخېسته هڅه کوي چې د ۲۰۲۱ م کال په اګست مياشت کې په خورا ګډوډیو سره له افغانستانه د وتلو له امله د بایډن اداره ځواب ویلو ته راکش کړي. جمهوري غوښتونکی ګوند اوس د امریکا په کانګرس کې ترټولو ډېرې څوکی لري.

دا خبر یوه اونۍ وروسته له هغې خپریږي چې سپینې ماڼۍ د دغه هيواد تر ټولو اوږدې جګړې پایلیک په ۱۲ مخونو کې خپور کړ.

په دې جمع بندۍ کې سپینه ماڼۍ یواځې د ډېرې کمې برخې مسؤلیت مني او ادعا کوي چې ولسمشر جوبایدن د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړو له امله په «جدې توګه محدود شوی ؤ.»

جمهوري غوښتونکي چې له افغانستانه د وتلو په اړه د بایدن سیاستونه یو «ناورین» او «په مشرتابه کې هېښوونکې تېروتنه» بولي، د بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون پر دغې جمع بندۍ او رپوټ نېوکې کړي او هغه یې مغرضانه بللی دی.

سپینې ماڼۍ دا رپوټونه تېره اونۍ په ځانګړي توګه کانګرس ته لیږلی، خو دا رپوټونه په ډېر سري ډول طبقه بندي شوي او د په عمومي توګه به د لاسرسي وړ نه وي.

اړوند مطالب:له افغانستان سره بشري مرستې د طالبانو حکومت تمویلوي؟

ساپکو په افغانستان کې د امریکا د ماموریت لګښتونو بیا کتنه په ۲۰۱۲م کال کې پيل کړه. هغه مهال امریکا په افغانستان کې پراخ شتون درلود. خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له مهاله دې بیاکتنې بدلون وکړ او هغه افغانستان سره د امریکا پر ۸ میلیارده ډالرو مرستو د څارنې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

ساپکو وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نشتون، دغه هيواد ته د تلونکو ډېرو پیسو څارنه نیږدې ناشونې کوي. هغه د چهارشنبې په ورځ د کنګرې استازو ته وویل چې کار یې پیچلی شوی دی. ځکه چې کورنیو چارو وزارت او د پراختیا له پاره د امریکا ادارې یا USAID استازي د څارنې په برخه کې له هغه سره همکاري نه کوي. ساپکو له استازو وغوښتل چې له هغه سره مرسته وکړي ترڅو سندونو او شواهدو ته لاسرسی ومومي.

هغه د دې ناستې په پيل کې وویل: «موږ نه شو کولای په اوسني وضعیت کې کار ته دوام ورکړو چې بنسټونه اجازه لري ګومارنې وکړي چې کوم معلومات څارنې ته وړاندې کړي، کسان د مرکې له پاره د څارونکو په واسطه وټاکل شي او یا یې مشخص کړي چې څارونکي د څه په اړه کولای شي رپوټ ورکړي.»

ساپکو زیاته کړه: «که چېرې وضعیت دوام ته پریږدو، نو په افغانستان کې به د سیګار کار او دغه راز په هر ډول اداره موثق او خپلواکو څارنو ته د کانګرس لاسرسی پای ومومي.»

ساپکو چې مخکې یې په کانګرس او سنا مجلس کې د څاروونکي په توګه خدمت کړی، شاهدي ورکړه چې هیڅ وخت او په پخوانیو هیڅ یوه اداره کې په دغه کچه «له شفافیت او ځنډ څخه د مخنیوي» شاهد نه دی پاتې شوی.

جمهوري غوښتونکي د بايدن پر ادارې د نېوکې له امله له ځنډ پرته له ساپکو سره یوځای شوي دي.

ان په دې کمېټه کې د کویسي ام فومه په نوم یو دیموکرات هم چې بنسټونو له سیګار سره همکاري رد کړې، خواشینی دی. ام فومه د اوریدلو په ناسته کې وویل: «زه.... نن ورځ په ټینګار سره له درې واړو ادارو غواړم چې لاډېره همکاري وکړي، ترڅو موږ په دې وضعیت کې پاتې نه شو او هغه څه مې چې نن واوریدل بیا وانه ورم او زړونه مو دا ډول ساړه نه شي.»

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ د استعماع دا ناسته چې د څارنې کمېټې رئیس جیمز کومر یې مشري کوله، په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو د «سیاسي ګډوډیو» یو بل ډول یاد کړ.

اړوند مطالب:سيګار: د افغان ځواکونو د سقوط لامل د دوحې تړون وو

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند یان سامس د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره وویل: «هغوی وايي چې د بایدن اداره د څارنې له چارو مخنیوی کړی او د دې په تمه اوسی چې خپلو دروغجنو ادعاوو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې موږ زرهاوو مخه سند، تحلیل او جدول، پوښتنو ته لیکلي ځوابونه، سلهاوو لنډ رپوټونه او په کانګرس کې د جګپوړ دولتي چارواکو شهادتونه د دواړو ګوندونو د غړو په واک کې ورکړي. موږ ټول دغه معلومات چې ډېر شمېر یې له څارونکو ترلاسه کوو، په دوامداره توګه تازه کوو.»

د USAID یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه بنسټ «په سلهاوو ځله د سیګار پوښتنو ته په دوامداره توګه ځواب ویلی او بیلابیلو لسهاوو پروګرامونو په اړه یې اړوند زرهاوو مخه سند، تحلیل او جدولونه د هغوی په واک کې ورکړي دي. موږ په افغانستان کې د امریکا د بیارغاونې د هڅو یوه برخه وو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نظرڅرګندونو غوښتنې ته په سملاسي توګه ځواب نه دی ویلی.

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟

سیګار له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو راهیسې ډېر شمېر رپوټونه خپاره کړي او نیږدې په ټولو کې یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اړوند د بایدن او ټرمپ پر سیاستونو نېوکې کړي دي.

ساپکو وویل چې ډله یې په تېرو دوو کلونو کې د ډېرو سندونو او هغو رسمي چارواکو چې له افغانستانه په وتلو کې ښکېل ول د مرکو غوښتنه کړې. خو هغوی په خپل کار کې له خنډونو سره مخ شوي دي. هغه وویل د تخلیې، افغانانو ته د نویو هستوګنځایونو او د بشر دوستانه مرستو دوام د دې غوښتنو له ډلې څخه دي او دغه راز په دې اړه پوښتنې چې آیا دغه مرستې شونې دي چې د طالبانو لاس ته لوېدلي وي؟

د جمهوري غوښتونکو یوه استازي بایرون ډونالدس په دې ناسته کې ساپکو ته وویل: «په دې خبرو سره دا تصور ایجادیږي چې تاسو هم په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو غړی ياست. ځکه چې د کانګرس جمهوري غوښتونکو استازو د بایدن ادارې ته لیکونه استولي او موږ هم ځواب نه دی ترلاسه کړی.»

خو ساپکو وویل چې د دې ټولو خنډونو سربیره هم هغه او مامورین یې بریالي شوي چې د امریکا د اوسني او پخواني حکومتونو شاوخوا ۸۰۰ هغو کارکوونکو سره چې د افغانستان جګړه او د راوتلو ماموریت کې ښکېل ول مرکې وکړي.

ساپکو د دې ناستې په دوام وویل: «زه فکر کوم چې موږ د نورو ټولو پلټونکو او حساب کوونکو دیوان په پرتله ډېرې سرچینې درلودلې. او موږ اوس هم هڅې کوو چې معلوماتو ته لاسرسی ومومو، خو د قراردادونو او د ځینو کسانونو د نومونو په اړه اوسني ورکړل شوي معلومات ډېر ارزښتمن دي او باید په قانوني ډول د دولت په واسطه موږ ته راکړل شي.»