سیول: اوکرايني ځواکونو د شمالي کوریا يو ټپي شوی عسکر نيولی
۱۴۰۳ دی ۷, جمعهد آلمان خبري آژانس د جمعې په ورځ (۲۰۲۴م کال د دسمبر ۲۷مه) د جنوبي کوریا د مطرح خبري آژانس، یونهاپ، له قوله وویل چې دا د شمالي کوریا لومړنی ټپي شوی عسکر دی چې په اوکراین کې نیول کیږي. رپوټونه وايي چې شمالي کوریا د روسي ځواکونو د ملاتړ له پاره خپل عسکر د اوکراين جنګ ته ليږلي.
د یونهاپ په حواله، د سیول استخباراتي ادارې هم دغه خبر تائيد کړی او زیاته کړې ده چې د شمالي کوریا نيول شوي عسکر په توقیف کې اچول شوی دی.
په رپوټ کې زیاته شوې چې اوکرايني ځواکونو ویلي دي چې دغه عسکر ېې د روسيې په غربي سیمه کورسک کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د عملیاتو پر مهال نیولی، خو دا چې څه وخت، وضاحت ېې نه دی ورکړی.
په تلیګرام شبکه کې د یوه سرتيري انځور ډېر لاس پر لاس کیږي، چې ویل کېږي د همدغه نیول شوي عسکر دی.
باور دا دی چې شمالي کوریا پر اوکراین دروسيې له پوځي یرغله د ملاتړ په موخه خپل شاوخوا ۱۰۰۰۰ سرتيري هلته استولي دي چې تر یوې لنډې روزنیزې دورې او پر روسي وسلو تر سمبالولو وروسته په کورسک کې له روسي ځواکونو سره ادغام کيږي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، په وروستیو کې ويلي چې د شمالي کوریا تر ۳ زرو ډېر عسکر وژل شوي او یا ټپیان شوي دي، خو آلمان خبري آژانس وايي چې دغه اټکل په خپلواکه توګه نشي تائيدولی.