زیلنسکي اروپايي اتحادیې ته ژر ورداخلیدل غواړي
۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبهاعلان
هغه پخپل تازه ویدیويي پیغام کي ویلي، دا ممکنه ده، چي په دې ارتباط مذاکرات په همدې کال کي لا شروع سي.
تیره جمعه د اروپايي اتحادیې مشرانو د یوې سرمشریزي پر مهال اتحادیې ته د داخلیدو په لار کي د اوکراین «د پاملرني وړ کوښښونو» توصیف وکړ. د اروپايي کميسيون مشرې، اورزولا فون دیر لاین مگر ټینگار وکړ، چي اتحادیې ته د اوکراین د ورداخلیدو په مخکي لا اوږده لار پرته ده.