اروپا د ځمکې د کُرې غبرګولی جوړوي
۱۳۹۹ اسفند ۹, شنبهاروپايي څېړونکي د ځمکې «د ډېر دقيق ديجيتالي غبرګولي» په جوړولو بوخت دي څو وکولی شي چې د ځمکې د ګرمېدو له کبله په راتلونکي کې احتمالي پېښېدونکي حالات اټکل او وړاندوينه يې وکړای شي.
ټاکل شوې ده چې له لسو زيات کلونه به د کمپيوټر پروګرامران او د چاپېريال ساتنې د برخې څېړونکي د دغسې يوه «غبرګولي» د جوړولو له پاره سره همکاري وکړي. هيله يې دا ده چې وروستی مودل به يې ورته د لا ښو او منطقي کړنلارو په اټکل او تطبيق کې او د اوبو او هوا د چټک بدلون په پايله کې د راتلونکو ننګونو په هکله ګټور تمام شي.
دغه پروژه د دريو اروپايي بنسټونو تر منځ يوه ګډه طرحه ده چې پکې د اروپا د اوبو او هوا د منځمهالو وړاندوينو د مرکز (ECMWF)، د اروپا د فضايي ادارې (ESA) او د هواپېژندنې له سپوږمکيو څخه د ګټې اخيستنې د ټولنې (EUMETSAT) هڅې شاملې دي.
دغه پروګرام او کمپيوټري محاسبې يې د سويس د زوريخ ښار د ټکنالوژۍ په فدرالي موسسه کې تر سره کيږي.
ياده موسسه وايي چې د ځمکې د بشپړې کُرې ديجيتالي نسخه د ټولو سناريوګانو او د راتلونکو چاپېريالي پېښو د وړاندوينو له پاره يو لازم بستر بايد وبلل شي.
دويچه ويله فارسي/ن.ص./خ.ح.
زموږ له آرشیف څخه: