سعودي: کرونا واکسین سوي د عُمرې زیارت کولو اجازه لري
۱۴۰۰ مرداد ۱۷, یکشنبهدغه خبر نن یکشنبه د سعودي عربستان خبري آژانس SPA ورکړی دی او ویلي یې دي، چي د خارج څخه د عمرې زیارت کونکو عریضې به د سبا دوشنبه ورځي څخه د سعودي عربستان د حکومت لخوا په کراره سره بیرته واخیستل سي.
د سعودي عربستان شاهي دولت ۱۸ میاشتي دمخه د کرونا وبا په سبب خپل سرحدونه وتړل او د خارج څخه یې زیارت کونکي بند کړل. خو د اګست میاشتي د اولي نیټې څخه یې سرحدونه بیرته د هغو ټوریستانو پر مخ خلاص کړل، چي واکسین یې لګولی ؤ. مګر د زیارت کونکو دپاره لا دغه محدودیتونه نه وه لغؤ سوي.
د کرونا ضد واکسین سوو دپاره د کرونا د محدودیت اوسنی لیري کیدل په لومړي قدم کي یوازي د عمرې زیارت کونکو دپاره اعتبار لري. د حج زیارت کونکو دپاره به د کرونا محدودیتونه اوس هم دوام ولري. د عمرې زیارت سړی کولای سي د کال په هر وخت کي وکړي.
تر هغه وروسته چي ۱۸ میاشتي دمخه د کرونا پانډمۍ په سبب په دغه هیواد کي هم محدودیتونه رامنځته سول، نو یوازي هغو کسانو د حج کولو اجازه درلوده، چي پخپله په سعودي عربستان کي اوسیدل.
پروسږ کال فقط ۱۰۰۰۰ کسانو د حج زیارت ته د ورتلو اجازه ورکول سوې وه او سږ کال بیا ۶۰۰۰۰ ته. دا هم په داسي حال کي چي د کرونا وبا ترمخه د حج په زیارت کي ۲،۵ ملیونو مسلمانانو ګډون کاوه.