«د حج مراسم به د پروسږکال په شان وي»
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۰, دوشنبهد سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت ويلي دي چي په مکه شریفه کي سږکال د حج مراسم د جولای میاشتي په نیمايي کي شروع کیږي.
د مسلمانانو له پاره حج کول د اسلام یو د پنځو بناوو څخه دی. هر معتقد مسلمان، چي جوړ وي او پيسې ولري، په ژوند کي یووار باید مکې معظمې ته د حج کولو له پاره ولاړ سي.
پروسږکال هم د حج مراسم د کرونا په خاطر تر سختو شرایطو لاندي تر سره سول او سعودي عربستان ډیرو لږو کسانو ته د ورتګ او د حج په مراسمو کي د ګډون اجازه ورکړې وه.
په داسي حال کي چي په ۲۰۱۹م کال ۲،۵ ميلیونه کسانو د حج په مراسمو کي برخه اخیستې وه، په ۲۰۲۰ م کال کي یوازي یو څو زرو کسانو ته د ورتګ اجازه ورکړل سوې وه.
په سعودي عربستان کي تر اوسه پوري تقریباً ۴۲۵۰۰۰ کسان په کرونا اخته سوي دي. دغه هیواد چي تقریباً ۳۴ ميلیونه نفوس لري، په تیر ډسمبر میاشت کي یې د کرونا واکسیناسیون شروع کړی او تر اوسه پوري يې څه ناڅه لس ميلیونه کسان واکسین سوي دي.