سعودي د افغانستان څخه پرمسافرتونو محدودیت وضع کړ
۱۴۰۰ تیر ۱۲, شنبهد سعودي عربستان خبري آژانس نن شنبه رپوټ ورکړی دی، چي د سبا یعني جولای میاشتي د څلورم تاریخ څخه پر ټولو هغو کسانو باندي دغه هیواد ته پر ورتګ باندي محدودیت وضع کیږي، چي په تیرو ۱۴ ورځو کي يې په دغو څلورو هیوادونو کي اقامت درلودلی وي. د سعودي عربستان هغه اتباع چي تر سبا یکشنبه دمخه خپل هیواد ته ولاړ سي، د دغه محدودیت څخه معافیږي.
په تیرو څو اونیو کي د جنوبي آسیا څخه ډیر مسافرین افغانستان ته ورغلي او د هغه ځایه بیا نورو هیوادونو ته د ترانزیټ په ډول سفر کوي، کوم چي پرخپلو هیوادونو باندې یې پر سفر باندي محدودیت وضع سوی دی. د ډیرو هغو مسافرو چي کابل ته راغلي دي، د سفر یو اصلي مقصد یې سعودي عربستان ته تګ ؤ.
د ۲۰۲۰ م کال راهیسي د کرونا ویروس د شیوع راهیسي سعودي عربستان دغه هیواد ته پر حجاجو او زیارت کونکو باندي محدودیت وضع کړی او ډیر لږ کسان دغه هیواد ته دورتګ اجازه لري.