1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته فعال کړ

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ دی ۳, دوشنبه

سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ وویل چې په کابل کې ېې خپل سفارت بېرته فعال کړی دی. سعودي عربستان څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د بیا حاکمېدو پر مهال خپل ديپلوماتان له افغانستانه وښکل.

https://p.dw.com/p/4oVDJ
Flagge Saudi Arabien
انځور: FAYEZ NURELDINE/AFP/Getty Images

د سعودي عربستان سفارت پر خپله اکس شبکه ليکلي: «د سعودي عربستان شاهي حکومت د افغان وروڼو له پاره د ټولو خدماتو د وړاندې کولو د تمایل له مخې، پرېکړه وشوه چې د سعودي عربستان نمایندګي په کابل کې خپل فعالیتونه د دسمبر له ۲۲مې نېټې بیا پیل کړي.»

د فرانسې خبري آژانس لیکي، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د دوی دغې پوښتنې ته چې په کابل کې به د دغه هېواد ديپلوماتیک حضور تر کومې کچې پورې وي، په سملاسي توګه ځواب نه دی ورکړی.

ریاض د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۱۵مه د «بې ثباته وضعیت» په دلیل له کابله د خپلو دیپلوماتانو د وښکلو اعلان وکړ. دا کټ مټ هغه وخت وو چې د امریکا متحده ایالاتو ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې ول، د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت ړنګ او طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شول.

سعودي عربستان د ۲۰۲۱م کال په نومبر مياشت کې اعلان وکړ چې په کابل کې ېې قونسلي خدمات بېرته له سره پیلوي. دغه هېواد همدارنګه له افغانستان سره د ملک سلمان د بشري مرستو سازمان (KSRelief) له طریقه خپلې بشري مرستې هم جاري کړې.

د طالبانو حکومت تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسميت نه دي پېژندل شوي.

سعودي عربستان د پاکستان او متحدو عربي اماراتو تر څنګ د هغو درو یوازينیو هېوادونو له ډلې يو وو چې د طالبانو لومړنۍ حکومت ېې په رسمیت پېژندلی وو. د طالبانو لومړنۍ واکمني د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱م کاله پورې وه چې پر افغانستان د امریکا پوځي حملې سره ړنګه شوه. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل