سعودي ته د شلو هیوادونه د وګړو سفرونه ځنډول شوي
۱۳۹۹ بهمن ۱۵, چهارشنبهد عربستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ سیمه ایزو رسنیو ته وویل چې دغه لنډمهالی بندیز به سر له نننه (د فيبرورۍ ۳ مه نيټه) عملي شي.
په هغه هېوادونو کې چې بندیز پرې لګول شوی مصر، متحده عربي امارت، ترکیه، بریتانیا، فرانسه، جرمني، ایرلنډ، ایټالیا، پرتګال، سویډین، سویس، ارجنتاين،برازیل، امریکا، پاکستان، هند، جاپان، اندونیزیا او سویلي افریقا شامل دي.
سعودي ويلي چې په دغه بندیز کې د یادو۲۰ هېوادونو دیپلوماتان، سعودي وګړي او د طبي برخې کار کوونکي او د هغوی کورنۍ شاملې نه دي.
سعودي عربستان دا ګام تر هغه وروسته پورته کړې دی چې تیره یکشنبه د دغه هیواد دروغتیا وزیر توفیق الربیعة په وروستیو کې د کرونا وېروس د نوې بڼې د مخنیوي لپاره د محدودیتونو لګولو غوښتنه کړې وه.
اړونده موضوع: کویت: عربستان د قطر پر مخ خپلې پولې پرانیزي
په دې هېواد کې تر تېرې دوشنبې ورځې پورې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمير۳۶۸۰۰۰ رسیدلی دی چې تر اوسه یې له امله نیږدې ۶۴۰۰ کسان مړه شوي دي.
سعودي عربستان د تیر دسمبر په ۱۷ نیټه په دریو مرحلو کې د کرونا واکسین تطبیق پیل کړ چې لومړیتوب له ۶۵ کلنو پورته کسانو، ناروغانو او هغوی ته ورکړل شوی وو چې لا علاجه ناروعي لري.
ز. ن/ ب. ص (AFP)
زموږ له آرشيف څخه: