د کا جي بي د سل کلنۍ جشن
۱۳۹۹ دی ۲, سهشنبهد روسيې د امنيتي او استخباراتي ادارې د مامورينو د عملياتو په هکله ډيري خبري او تبصرې موجودي دي، له تعقيب، ځوروني او مخالفينو له وژلو څخه نيولې بيا د خارجي هيوادونو پر تاسيساتو باندي تر سايبري بريدونو او په ټاکنو کي تر لاس وهنو پوري.
خو بيا هم د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين چي د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته د سياست نړۍ ته تر داخليدو مخکي، شاوخوا ۱۵ کاله د کا جي بي مامور وو، ددغه امنيتي او جاسوسي ادارې د تاسيس د سليمي کليزي په مناسبت په مسکو کي د نوموړي ادارې په مرکز کي راڅرگند سو.
د آلمان خبري آژانس د دسمبر پر ۲۱ مه رپوټ ورکړ چي پوتين د خپلو پخوانيو همکارانو په مخکي ټينگار وکړ چي «موږ هيڅکله اجازه نه لرو» د روسيې د جاسوسانو خدمتونه له ياده وباسو.
د روسيې ولسمشر د خپلو خبرو په دوام وويل: «خو موږ همدارنګه د تاريخ درسونه، جنايتونه او د خپلو خلکو پر وړاندي سرکوبه کوونکي اقدامات هم له ياده نه باسو.» هغه ټينګار وکړ چي په همدې دليل ټول بايد قانون ته وفادار اوسو.
د مخالفينو ځورونه، وژنه او سايبري خرابکارۍ
آلمانۍ رسنۍ «شپيګل آنلاين» ددغه رپوټ پر اساس، پر مخالفينو باندي د زهري موادو په مرسته ناوړه بريدونه، پر روسي جاسوسانو باندي ډيرو تورونو او يا هم د خارجي هيوادونو پر تاسيساتو او بڼسټونو باندي سايبري بريدونو ته په اشارې سره، د روسيې د جاسوسۍ د ادارې له مرکزي دفتر څخه د پوتين ليدنه تقدير کړه او د انسان وژني په هکله يې د هغوی د عملياتو او سايبري خرابکاريو لمانځل وغندل.
يو له دغو اقداماتو څخه چي روسي جاسوسانو ته نسبت ورکول کيږي او روسيه هغه ردوي، پر روسي مشهور منتقد الکسي ناوالني باندي بريد وو چي هغه يې د مرګ سرحد ته ورساوه.
د امريکا متحده ايالاتو پر دولتي تاسيساتو باندي وروستۍ پراخي او بې ساري سايبري حملې داسي نور بريدونه دي چي د امريکا زياتره سياستوال يې چي په هغو کي خارجه وزير مايک پمپيو هم شامليږي، د روسيې د استخباراتي او امنيتي ادارې مامورينو ته نسبت ورکوي.
د روسيې له خوا دغه تورونه تل رد سوي
په معمولي ډول د هغو ټولو تورونو پر وړاندي چي خارجي هيوادونه يې د سايبري حملو او يا هم د منتقدينو او مخالفينو په اړه مطرح کوي، د روسيې غبرګون د ټولو لاس وهنو ردېدل دی.
خو بيا هم د روسيې د خارجي امنيت سازمان مشر، سرګي ناريشکين ددغه هيواد د سياسي تشکيلاتو د تاسيس د سلمي کاليزي په مناسبت وينا کي روسي مامورينو ته وويل: «شفافيت سخت، خطرناک او تر يو ځايه په زړه پوري کار دی چي يو انسان د ژوند په ټول بهير کي بدرګه کوي.»
په بيلابيلو نومونو سره يو ډول فعاليتونه
د شوروي تر منحليدو وروسته، کا جي بي خپل ځای د روسيې د جاسوسي ضد ادارې اف اس بي ته پريښود. څارونکي په دې نظر دي چي د روسيې د امنيتي دستګاه کار، په تيرو سلو کلونو کي د بيلابيلو نومونو په اړولو سره، که هغه په خارج کي ول او که په داخل کي، په اساسي ډول تغيير نه دی کړی.
په ۱۹۱۷م کال د اکتوبر تر انقلاب وروسته، د شوروي کمونيستي حکومت يوه قوي امنيتي اداره جوړه کړه چي «چکا» نوميدله.
د ستالين په دوره کي د شوروي امنيتي ادارې د «کورنيو چارو له پاره د خلق کميساري» نوم خپل کړ چي مهمه دنده يې د داخلي مخالفينو او اعتراض کوونکو ټکول، هغوی ته د دوسيې جوړول او په زور سره له هغوی څخه اعتراف اخيستل وو.
خو سربيره پر دې په دغه جشن کي د نوموړي ادارې د خونړي تاريخ برخه دومره د پاملرني وړ و نه ګرځيده.
د «اتلو جاسوسانو» درناوی
هغه څه چي ډير د پام وړ ګرځي هغه د اتلو جاسوسانو هغه فعاليت دی چي د نورو ترڅنګ يې د امريکا متحده ايالاتو پټو اتومي اطلاعاتو ته لاس رسی پيدا کړی دی.
د کا جي بي په سل کلنۍ جشن کي بيلابيلي نندارې وړاندي سوې او ډير مستند او سينمايي فيلمونه هم خپريږي چي د هغو زياتره موضوعګاني د هغو جاسوسانو په فعاليتونو پوري اړه پيدا کوي چي د دوهمي نړيوالي جګړې پر وخت فعال ول او پر هټلري آلمان باندي يې د شوروي پوځ په بري کي مهم نقش درلود.
په دغه جشن کي د پخواني شوروي له مشهور جاسوس آدولف ويليم فيشر څخه هم درناوي کيږي چي په امريکا کي بندي سوی او په ۱۹۶۲م کال کي تر سړې جګړې وروسته د زندانيانو په لومړنۍ تبادله کي، په برلين کي روسي مامورينو ته تسليم کړای سو. هغه په امريکا کي د مرګ په سزا محکوم سوی وو او تر آزاديديو وروسته په ۱۹۷۱م کال کي ومړ.