اوکرايني چارواکي: د روسيې په حملو کې مرګ ژوبله اوښتې
۱۴۰۳ شهریور ۱۸, یکشنبهد اوکراین په سومي علاقه کې پوځي ادارې پر تلیګرام لیکلي چې د تېرې شپې حملو په ټپیانو کې دوه ېې ماشومان دي. سرچينې زیاته کړې چې د روسي ځواکونو په دغو حملو کې زیات شمېر کورونه او موټرونه تخریب شوي دي.
د اوکراین د ادعا په تړاو د روسيې له لوري په سملاسي توګه کوم غبرګون نه دی ښوول شوی.
په عین وخت کې روسيې هم ويلي چې تېره شپه ېې د بیلګورد په فضا کې له اوکراينه پورته شوي دوه ډرونونه له منځه وړي دي.
رويټرز خبري آژانس بیا زیاتوي چې د اوکراین او روسیې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تائيدولی نشي.
اوکراین دغه راز ادعا کړې چې تېره شپه ېې د روسيې د ۲۳ ډرون بريدونو له ډلې ۱۵ ېې شنډ کړي دي. سرچینه زیاتوي چې روسيې تېره شپه له دې علاوه یو رهبري شوی توغندی هم پر اواکراین توغولی دی.
د اوکراین دافع هوا ځواکونو پر تلیګرام ليکلي چې دوه ډرونونه او درې توغندي خپل هدف ته ونه رسېدل چې په احتمال سره د اوکراین د الیکترونکي جنګي سیستم په واسطه له منځه وړل شوي دي.
سومي د روسيې سرحد ته نژدې پرته سیمه ده چې په پر له پسې توګه د روسي ځواکونو تر حملو لاندې نيول کيږي.
د اوکراین سومي او د روسیې بلګورود سيمې په وروستیو کې د پر له پسې حملو شاهدانې دي. دواړه خواوې پر یو بل تور لګوي چې په حملو کې ېې ملکیان او زیربنايي تاسیسات په نخښه کوي.
آژانسونه: ک. ص/ خ.ح