سفارت: د افغان محصلینو یوه بله ډله به روسیې ته انتقال سي
۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبهد انټرفکس خبري آژانس په حواله په کابل کي د روسیې سفیر، دیمیتري ژیرینوف ویلي دي چي روسیه به د افغان محصلینو د یوه بل ګروپ د ایستلو زمینه هم برابره کړي، چي غواړي د روسيې په عالي مؤسسو کي خپلو تحصیلاتو ته ادامه ورکړي.
ژیرینوف د خبریالانو په مخکي د افغانستان سره د بشردوستانه کومکونو د یوې بلي محمولې د تحویلولو خبره هم وکړه. دغه روسي ډیپلوماټ ویلي دي، چي د روسیې سفارت په دې اړه ډیر اقدامات تر لاس لاندي نیولي دي.
هغه زياته کړه چې لکه مخکي چې مو خپل اتباع راجمع کړل، اوس به د ټول افغانستان څخه محصلین هم راټول کړو. په خبره یې تر ټولو مهمه داده، چي دا کار باید په هماهنګي کي تر سره سي، تر څو د روسي اتباعو او افغان محصلینو د کامل امنیت تضمین او د افغانستان څخه د هغوی د ارام وتلو امکانات بر ابر کړو.
د سفیر به خبره به نن چارشنبه ۳۶ ټنه غذايي مواد کابل ته تسلیم سي او په نظر کي دي، چي د بشردوستانه کومکونو یوه بله محموله هم افغانستان ته تسلیم سي.