1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلنسکي دوه لوړپوړي قضایي او امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړي

۱۴۰۱ تیر ۲۷, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر د دغه هیواد لوی څارنواله او د ملي امنیت رئیس له دندې ګوښه کړي. د دوی د ګوښه کولو علت له روسیې سره د دوی تر کنترول لاندې بنستونو د کارمندانو د همکارۍ او له هیواد سره د خیانت په سلګونو دوسیې اعلان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4EGoo
Ukraine Präsident Wolodymyr Selenskyj
انځور: Ukrainian Presidential Press Office/AP/dpa/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جولای ۱۷)، لويه څارنواله ایرینا وندیکتوا او د دغه هیواد د ملي امنیت (SBU) رئیس ایوان باکاتوف له دندو ګوښه کړل.

ویل کیږي چې د دغو دواړو چارواکو د لیري کولو علت له روسیې سره د دوی تر مسئوليت لاندې بنسټونو د کارمندانو د همکارۍ ډېري قضیې دي.

زیلنسکي د تلګرام په پيغام رسوونکي شبکه کې ویلي دي چې د باکانوف او وندیکتوا تر ۶۰  تنو ډیرو همکارانو د روسیې تر اشغال لاندې خاوره کې د اوکراین پر ضد فعالیت درلود. نوموړي دا «د ملي امنیت پر وړاندې جنایت» بللی دی.

د اوکراین د ولسمشر په وینا له روسیې سره د دغو کسانو خبرې او مکالمات ثبت شوي دي او د «اوکراین د امنیتي ځواکونو او د روسیې د ځانګړو خدماتو ترمنځ اړیکې د اړوندو بنسټونو د مشرانو په اړه خورا جدي پوښتنې راپورته کوي.»

زیلنسکي د وندیکتوا پخوانی مرستیال اولکسي سیموننکو، د هغه ځای ناستی ټاکلی دی.

تر اوسه پورې د باکانوف ځای ناستی نه دی ټاکل شوی. د دغه خبر له مخې د عمومي څارنوالۍ د دفتر د کارمندانو د همکارۍ، امنيتي بنسټونو او ټولو اجرائيه نهادونو پر وړاندې «له هیواد سره د خيانت» تر عنوان لاندې ۶۵۱ جنایي دوسیې موجودې دي.

باکانوف له هغه وخت راهیسې چې ولودیمیر زیلنسکي د تلویزوني کمیډین په توګه فعالیت درلود، تر اوسه پورې د هغه له نزدې ملګرو څخه و او له ۲۰۱۹م کال راهیسې یې د ملي امنیت د ریاست چارې پر غاړه وې.

روسیې د روان کال د فیبرورۍ مياشتي پر ۲۴ نېټه پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړ. له هغه وخت راهیسې په لسګونو زره نظامي او ملکي کسان د دغې جګړې قرباني شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز