1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اوکراين د روسیې بريدونه دوام لري

۱۴۰۱ فروردین ۹, سه‌شنبه

اوکرايني چارواکي وايي چې کيف ته د څېرمه پراته ښار ارپن څخه د روسي ځواکونو تر شړل کيدو وروسته هم دغو ځواکونو پر پلازمينه باندي بريدونو ته دوام ورکړی دی. بل لوري ته د استانبول په مذاکراتو کې د پرمختګ خبرونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/49BAW
Türkei | Verhandlungen zwischen Russland und der Ukraine in Istanbul
انځور: Turkish Presidency via AP/picture alliance

اوکرايني چارواکي ادعا کوي چې کيف ته له څېرمه پراته ښار ارپن څخه روسي ځواکونه پر شا تمبول شوي دي. روسیې پر دې ښار هم ولکه ټينګه کړې وه خو زياته شوې چې «جګړه اوس هم روانه ده او په سيمه کې د امنيت او تحفظ په اړه خبره به اوس له وخته مخکې وې.»

په دې منځ کې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ويلي دي چې د هيواد په جنوب کې د سيمه ایز حکومت پر مرکز د روسیې بريد کې ۷ کسان وژل شوي دي. زيلنسکي چې د دنمارک پارلمان ته یې وينا کوله، وويل چې د سه شنبې ورځې په دې بريد کې ۲۲ کسان ټپيان شوي هم دي.

زيلنسکي په دې وروستيو کې د يو شمیر هيوادونو پارلمانونو ته چې امريکا متحده ايالات، آلمان، بريتانيا، سویدن، کاناډا، جاپان او اروپايي اتحاديه پکې شامله ده، ويناوې وکړې. په پام کې ده چې نوموړی به د چهار شنبې په ورځ د ناروې پارلمان ته وينا وکړي.

زيلنسکي د دنمارک پارلمان ته وويل چې «وحشت تر هغه هم ډېر شدید دی چې د دويمې نړيوالې جګړې پر وخت ليدل شوی وو.»

د استانبول په خبرو کې پرمختګ

په دې منځ کې د ترکیې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو په استانبول کې د روسي او اوکرايني استازو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته ويلي چې په دغه مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

 روسیې هم ويلي چې دغه هېواد به په استانبول کې تر «ګټورو» خبرو اترو وروسته  د اوکراين په شمال کې او پلازمينې کيف ته څېرمه خپل پوځي فعاليت «راديکال» راکم کړي.

د روسیې د دفاع وزير الکساندر فومین د سه شنبې په ورځ وويل چې دغه پريکړه له اوکرايني استازو سره د خبرو اترو لوري ته په کتو سره شوې ده. فومين وويل چې دا ګام د يو بل د باور د ترلاسه کولو له پاره ګټور تمام شي او د نورو خبرو زمينه برابره شي.

Ukraine | Raketenangriff auf Verwaltungsgebäude in Mykolajiw
اوکرايني چارواکي وايي چې په شمال کې يوه بريد لږ تر لږه ۷ کسان وژلي ديانځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د اوکراین پر بېلا بېلو ښارونو د روسیې بريدونه دوام لري او د سه شنبې په ورځ هم سهار وختي د هوايي بريدونو د خطر زنګونه اوريدل شوي دي. اوکرايني چارواکي وايي چې د روسیې د بريدونو له کبله د ځينو ښارونو څخه د وتلو لارې تړل شوي دي.

د اوکراين د پوځ مشر هم ادعا کړې ده چې روسي پوځونو په ټول هيواد کې د استوګنې پر سيمو توغندي توغولي دي. هغه زياته کړې ده چې د سون ځينې زيرمې هم په نخښه شوي دي څو د «لوژستيک د پيچلی کولو» ترڅنګ «بشري بحران هم رامنځته کړل شي.»

د اوکراين پوځ همدا راز دا ادعا هم کوي چې روسي قطعاتو په کیف او همدا راز په خارکيف او خيرسون ښارونو کې د ملکيانو د اموالو د چور کولو، د هغوی د يرغمل نيولو او تښتونې هڅې کوي، څو هغوی وبيروي. خو خپلواکو سرچينو دا خبرونه نه دي تائيد کړي.

پر ځينو برياو سربيره هم وضعيت ترنګلی دی

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ويلي چې د فيبرورۍ پر ۲۴ ېې پر هيواد تر بريد وروسته اوکراين ځينې لاسته راوړنې لرلي دي، خو پر دې سربیره هم وضعيت ترنګلی دی. نوموړي د خپل تليګرام کانال له لارې ولس ته د وينا پر وخت وويل چې کيف ته څېرمه په ارپن ښار کې یې روسي ځواکونو ته ماته ورکړې ده. 

خو نوموړي ومنله چې د پلازمينې کيف ترڅنګ د هيواد په نورو ښارونو کې هم جګړه روانه ده او د کیف په شمال کې پرتې سيمې اوس هم د روسي ځواکونو په کنترول کې دي. په چيرنيف، سومي، دونباس او نورو سيمو کې وضعيت ډېر «کړکېچن» دی.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, ap, afp, dpa)