ملي امنيت هغه ډله نيولې چې د امریکا سفير د وژلو پلان یې لرود
۱۳۹۹ دی ۲۳, سهشنبهد فرانسې خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي چې په ننګرهار ولایت کې يې د داعش ډلې يوه څلور کسيزه ډله نيولې ده چې په کابل کې يې د امریکايي چارواکي، روس ويلسن او نورو افغان چارواکو د وژلو پلان درولود.
په کابل کې امريکايي چارواکي، ویلسن، د وروستيو مياشتو په جریان کې په پلازمېنه او د افغانستان په نورو برخو کې د خبريالانو، مدني فعالانو او سیاسي څيرو په ګډون د افغانانو د وژنو او ترور یوه نوې لړۍ په کلکه غندلې ده.
ملي امنيت ادارې په يوې اعلاميه کې ويلي دي: «د دغې ډلې مهم او اکمالاتي غړي عبدالوحيد، پلان درلود چې په افغانستان کې د امریکا متحده ايالاتو سفير او ځینې لوړ رتبه افغان چارواکي په نخښه کړي.»
په اعلامیه کې زياته شوې چې «د هغوی پلان د هغوی په نیولو سره شنډ کړای شو.»
ياد آژانس لیکلي دي چې ملي امنيت په دې اړه ډير معلومات نه دي ورکړي او په کابل کې د امریکا سفارت هم په دې اړه نظر نه دی ورکړی.
په وروستيو میاشتو کې د پيژندل شوو افغان څيرو د هدفي وژنو ترڅنګ په افغانستان کې د وژونکو تاوتریخوالو کچه لوړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې هاخوا په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې دوهم دور مذاکرات پيل شوي دي.
افغان چارواکو نن په مزارشريف ښار کې هم د افغان ملي پوځ د درو ښځينه افسرانو د وژل کيدو او د يوې بلې افسرې او د هغوی د موټر چلونکي د ټپي کيدو خبر ورکړ.
په بلخ کې د شاهين قول اردو وياند، حنيف رضايي وايي چې په موټرسيکل سپرو دوو وسله والو کسانو د دغو ښځينه افسرانو پر حامل موټر ډزې وکړي چې دوې افسرانې يې د پيښې په ځای کې ووژل شوې او يوې بلې په روغتون کې سا ورکړه. د دغې پيښې مسؤليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخستي.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.