پلټنه:تېر کال ۴۷۳ میلیونه کوچنیان د بحران په سیمو کي اوسېدلي
۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبههغه که په اوکراین کي وي، که غزه او یا هم سوډان کي: د کوچنیانو د ژغورني ادارې یا سیف دې چلدرن په حواله په نړۍ کي په مخ پر زیاتیدونکي ډول کوچنیان د کړکېچ په سیمو کي ژوند کوي.
د نوموړي ادارې په وینا په ۲۰۲۳ کال کي ۴۷۳ میلیونه کوچنیانو د کړکېچ په سیمو کي ژوند کړی دی. دغه رقم د ټولو کوچنیانو ۱۹ سلنه ښيي، یا په بل عبارت هر پنځم ماشوم. په دې ډول دغه رقم د ۳۰ کلونو په ترڅ کي څه ناڅه دوه برابره سوی دی.
د ۱۹۹۰ یمو کلونو په منځ کي په نړۍ کي څه ناڅه هر لسم ماشوم په بحراني سیمه کي ژوند کړی وو. دغه خبره «د کوچنیانو پر وړاندي جگړه: سولې ته لار» له رپوټ څخه څرگندیږي چي د کوچنیانو د حقونو سازمان د پنجشنبې په ورځ خپور کړی دی.
د دغو معلوماتو له مخي، د وسله والو شخړو شمېر چي ۵۹ ته رسیږي، له دوهمې نړیوالې جگړې راهیسي تر ټولو لوړه کچه ښيي. همدارنگه په بحراني سیمو کي د کوچنیانو پر وړاندي د سختو جرمونو کچه هم خپل اوج ته رسېدلې ده. په ۲۰۲۳م کال کي د هغو شمیر۳۱۷۲۱ وو چي د تیر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
په جرمني کي د سیف دې چلدرن په اداره کي د بشري مرستو کارپوهه، لیا مایر وايي: «زموږ د رپوټ د ارقامو تر شا د هر ماشوم انفرادي برخلیک لیکل سوی دی، چي فقط یو شی غواړي، په سوله کي ژوند کول.»
د هغې په خبره «هر کوچنی چي د خپلو خپلوانو او دوستانو مړینه په سترگو ویني، تل له بمونو او ډزو څخه په بیره کي ژوند کوي، او یا هم کله چي په خپله ټپي سوی وي، د امنیت هر ډول احساس له لاسه ورکوي، چي دا کار سخت عواقب له ځانه سره لري، همدارنگه د هغه د رواني روغتیا په برخه کي هم.»
په داسي حال کي چي په اوکراین او منځني ختیځ کي جگړې د خبرونو سرټکي گرځیدلي، ډېري نورې شخړې بیا د نړیوالو رسنیو له پامه وتلي دي. په مطلقو شمېرو کي د څېړنو له مخې، په افریقا کي ډېر کوچنیان په جگړه ایزو سیمو کي ژوند کوي. خو د ټول نفوس په سطحه بیا منځنی ختیځ تر ټولو خطرناک دی. هلته هر دريم کوچنی د وسله والو جگړو په نیژدو سیمو کي ژوند کوي.
د سیف دې چلدرن په حواله په فلسطیني سیمو کي د کوچنیانو پر وړاندي د سختو جرمونو شمېر چي ۸ زره ۴۳۴ پیښې وې، تر ټولو لوړه کچه ثبت سوې ده. په سوډان کي بیا برعکس د یوه کال په ترڅ کي دغه شمیرې پنځه برابره یعني ۱۷۵۹ مواردو ته ورسېدلې.
په نړیواله کچه د کوچناینو پر وړاندي د جدي جرمونو له هر دریو ثبت سوو پیښو څخه په یوه کي یو ماشوم وژل سوی او یا یې هم د بدن غړي قطع سوي دي. د کوچنیانو د حقونو سازمان دا شکایت هم کوي چي پر مکتبونو، په تیره بیا په اوکراین کي د روسیې له خوا پر روغتونونو باندي او په خاص ډول په غزې تراډه کي بریدونه په ډراماتیک ډول زیات سوي دي.
په عین حال کي د مرستندویه سازمانونو له پاره هم سخته ده چي خپلي مرستې ورته ورسوي. د هغو پیښو شمېر چي اړمنو کسانو ته لاس رسی نه دی سوی، په ۲۰۲۳ م کال کي خپل تاریخي ریکارډ یعني ۵ زره ۱۵۸ ته لوړ سوی وو. د پلټنو په حواله څه د پاسه ۶۰ سلنه یې د اسرائیل له خوا اشغال سوو فلسطیني سیمو کي رامنځته سوې ده.
سیف دې چلدرن غوښتنه کوي چي هیوادونه باید د کړکېچ په سيمو کي د کوچنیانو د ساتنې په برخه کي خپل مکلفیتونه ترسره کړي. مایر وايي چي: «تاسي د دې مسؤلیت لری چي نړیوال بشردوستانه قوانین تطبیق کړی او د جگړې له ښکیلو خواوو څخه یې هم وغواړی. هغه کسان چي د کوچنیانو پر وړاندي د جرمونو مسؤل دي، باید جواب ویلو ته حاضر کړای سي.»
د «کوچنیانو پر وړاندې د جګړې» په اړه د سازمان کلنی رپوټ د اوسلو د سولې د څېړنیز انستیتیوت او د اپسالا شخړو د ډیټا پروګرام د جغرافیايي پیښو د معلوماتو پر مجموعې او همدارنګه له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د کوچنیانو او وسله والو جګړو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د رپوټونو پر خپل تحلیل باندي تکیه کوي.
GP/NZ/AG