افغانستان ته د مهاجرو پلان شوی اخراج غير مسئولانه دی
۱۳۹۹ آذر ۲۴, دوشنبهپه آلمان کې د مهاجرو پلوي سازمان «پرو ازويل» له آلمان څخه جگړه ځپلي هيواد افغانستان ته د رد شويو مهاجرو ليږل غير مسئولانه چلن بلل دی.
د دغه سازمان مشر گونتر بورکهارد د يکشنبې په ورځ وويل: «دا چې پر وبا او ناوړه امنيت سربیره بيا هم افغانستان ته بايد مهاجر اخراج شي، غير مسئولانه خبره ده.»
نوموړي وويل چې افغانستان ته د رد شويو مهاجرو اخراج، ژوند گواښوونکو حالاتو ته د هغوی ليږل دي.
بورکهارد زياته کړې ده چې که څه هم کرونا وبا افغانستان سخت اغیزمن کړی دی، د آلمان حکومت لا په نوومبر مياشت کې د مهاجرو د ليږد له پاره يو پرواز په نظر کې نيولی وو. خو دغه پرواز بيا د کرونا په اړه د افغان حکومت د انديښنو له کبله و ځنډول شو.
د بورکهارد په خبره اوس د راتلونکي چهار شنبې له پاره يو پرواز په پام کې نيول شوی دی چې د لايبزيک له هوايي ډگره به ترسره شي.له آلمانه افغانستان او سوریې ته د مهاجرو د نه اخراج غوښتنه
د افغانستان د چارو کارپوه توماس روتگ او د پرو ازويل ټولنه په دې آند دي چې، دا چي اوس افغان حکومت د کرونا پر خطر سربیره د مهاجرو د چارتر پروازونو منولو ته چمتوالی ښوولی، په ژنيو کې د افغانستان په اړه په ترسره شوي کنفرانس پورې تړاو لري.
د نوومبر پر ۲۳ او ۲۴ نیټه د بسپنه ورکوونکو په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره تر۲۰۲۴م کاله پورې د پراختيايي مرستو ژمنه وشوه او همدا راز له «غير قانوني مهاجرت سره د مبارزې» تصميم هم ونيول شو.
ب. ص/ ن. ز (KNA)
زموږ له آرشيف څخه: