یوه ډله افغان مهاجر څنګه په یخچالي لاریو کي جرمني ته ورسیدل؟
۱۳۹۹ بهمن ۵, یکشنبهدغه ۶ تنه افغان مهاجر، چي د ۱۶ څخه تر ۲۴ کلنیو پوري یې عمرونه درلودل، د فرانسې سره په سرحد کي په یوه یخچالي لاری کي پیدا سول.
د جرمني د بادن ورتمبرګ ایالت د اپنوایر ښار پولیسو ویلي، چي د دغو ځوانانو صحي حالت ښه دی او د مهاجرو یوه کمپ ته استول سوي دي. د پولیسو په حواله دغو کسانو په یخچالي لاریو کي د پټیدو له لاري وکولای سول د فرانسې د سرحد څخه جرمني ته راتیر سي. دا هم پداسي حال کي ده، چي پر سرحد باندي اوس سخت کنټرول موجود دی او نقلیه وسایط هم پلټل کیږي.
د دغي لارۍ البانیايي موټروان پولیسو ته ویلي دي، کله چي یې د استراحت پخاطر توقف وکړ، په لاری کي یې ږغونه واوریدل او پسله کتلو او مشاهده کولو څخه یې دغه ۶ تنه پیدا کړل.
پولیسو ویلي دي، چي دغو مهاجرو د هویت د تثبیت پخاطر کوم اسناد د ځانو سره نه درلودل. د پولیسو په خبره دغو افغانانو په جرمني کي د پناه غوښتنه کړې ده.
تر دې دمخه داسي رپوټونه ورکول سوي وه، چي ګواکي په یخچالي لاریو کي دغه مهاجر مړه سوی دي. په ۲۰۱۵ م کال کي په همدغه ډول یوې یخچالي لارۍ کي د ډیرو افغانانو جسدونه پیدا سوي وه، چي د یخ له کبله مړه سوي وه. دې موضوع د ټولي نړۍ توجه ځانته رااړولې وه. د یوه افغان په شمول څوتنه قاچاقبران، چي د دغي قضیې په ارتباط نیول سوي وه، محاکمه او بندیان سوه.
آ./م.ق./ا.ا.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم