هند: راهول ګاندي له پارلمان څخه وايستل شو
۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعهد هند د اپوزيسيون يا مخالف کانګرس ګوند مشر، راهول ګاندي، د جمعې په ورځ له پارلمان څخه وايستل شو. د هندي رسنيو په حواله نوموړی يوه ورځ ترمخه د يو چا د بدنامولو په تور محکوم شوی وو. د هند د پارلمان ولسي جرګې يا لوک سبها په يوه بيان کې ويلي دي چې ګاندي »له لوک سبها څخه بې صلاحيته شوی دی.«
هندي قانون جوړونکو د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي پرضد دغه ګام داسې مهال پورته کړی چې پلويان يې د هېواد په ځينو برخو کې سره راټول شوي دي څو د هغه په وړاندې د جاري شوي حکم پر ضد احتجاج وکړي چې دی پکې په دوو کلونو زندان محکوم شوی دی.هند: پوليسو درې تنه د غويي غوښو شخړه کې نيولي، يو تن وژل شوی
دغه ۵۲ کلن سياستوال په ۲۰۱۹ کال کې د يوې وينا پرمهال د سپکونکو څرګندونو له کبله پړ بلل شوی دی. په دغه وينا کې يې داسې خلک چې د مودي کورنی نوم لري، لکه د هند اوسنی صدراعظم نرندرا مودي، غله وبلل.
د کانګرس ګوند غړو ويلي چې د ګاندي محکوم کېدل سياسي انګيزه لري او په دې لړ کې د مودي حاکم بي جی پي ګوند ته ګوته نيسي. راهول ګاندي د نفوذ لرونکې او ځواکمنې نهرو ګاندي کورنۍ يو غړی دی.راهول گاندهي، د کانگرس گوند د مرستیال مشر په توگه ټاکل شوی
د اينډيا ټودای خبري ويبپاڼې رپوټ ورکړی چې ګاندي به اوس ونه شي کولی چې د اتو کلونو له پاره انتخاباتو ته ودريږي چې دا د اپوزيسيون د دغه ګوند له پاره يوه ستره ضربه ده.