د رادار لمړنۍ دستګاوي د فرانسې څخه افغانستان ته ورسیدلې
۱۴۰۰ تیر ۲۶, شنبهد فرانسې د تالس شرکت سره په افغانستان کي د رادار د مستقلو دستګاوو د نصبیدو دغه قرارداد د ملکي هوانوردۍ د ادارې سره د ۱۱۲ ملیونو یورو په ارزښت امضأ سوی دی. په نظر کي دي، چي د رادار دغه دستګاوي به د افغانستان په ۱۲ برخو کي نصب سي.
د ملکي هوانوردۍ اداره وايي، چي د دغو دستګاوو په نصبیدو سره د صفري نقطې څخه تر ۴۵ زره فوټه (۱۳۷۱۶ متره) پوري د افغانستان د فضايي حریم د کنټرول زمینه مساعدیږي.
دا هم په داسي حال کي ده چي د افغانستان څخه د خارجي قواوو تر وتلو وروسته د دغه هیواد د هوايي میدانو د امنیت مسأله د ناټو د غړو هیوادو په منځ کي د بحث یوه مهمه موضوع ده.
د ناټو غړو هیوادو مشرانو موافقه کړې ده، چي د افغانستان څخه د بین المللي قواوو تر وتلو وروسته هم د کابل د هوايي میدان د ساتلو پخاطر خپل مالي ملاتړ ته ادمه ورکوي. ترکیه غواړي د کابل د هوايي میدان د امنیت د تأمین مسؤلیت پرغاړه واخلي.