د ترمپ د «چینایي ویروس» کليمې پرضد ۲۳ میلیونه ډالري شکایت
۱۴۰۰ خرداد ۳, دوشنبهد «چینایي ټبره امریکایانو د مدني حقونو ائتلاف» په نامه سازمان تیره اونۍ د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ پرضد خپل رسمي شکایت په نیویارک کې یوې محکمې ته سپارلی دی.
شپیګل انټرنټ پاڼې په خپل رپوټ کې د دغه شکایت علت د دونالد ترمپ له خوا په تکراري ډول د «چینایي ویروس» کلیمې کارول ښودل شوی دی.
په دې شکایت لیک کې راغلي دي چې د امریکا د پخواني ولسمشر له خوا د دې کلیمې کارول، عملاً کرکې خپرولو ته لمن وهل دي او د آسیایي الاصله وګړو پر ضد یي عمومي افکار تحریک کړي دي.
د مدني فعالانو دغې ډلې له دې کلیمې څخه استفاده د توکمیز چلند پر مبناء ګڼلې او دا یې د چینایي ټبره امریکایانو پر وړاندې توهین او سپکاوی بللی دی.
دونالد ترمپ مخکې له دې چې د کرونا ویروس منشا معلومه شي، د «چینایي ویروس» خبره کړې وه او د خپلې واکمنۍ د دورې تر پایه پورې یې دا کلیمه تکراروله.
په شکایت لیک کې راغلي دي: «له کلیمو څخه استفاده پایلې لري او په ځانګړي توګه که دغه کلیمې د هغو کسانو له خوا وکارول شي چې له نفوذ او قدرت څخه برخمن وي.»
همدارنګه په دې شکایت لیک کې راغلي دي چې ترمپ د دا ډول کلیمو په کارولو سره په دې هڅه کې وو چې آسیایي ټبره توکمونو ته سپکاوی وکړي او په دغه هیواد کې خپل نفوذ زیات کړي.
د دغه مدني سازمان له خوا غوښتل شوی تاوان ۲۲ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالره کیږي او په پام کې ده چې دغه پيسې به د آسیایي ټبره امریکایي اتباعو د تاریخ په اړه د یوه موزیم پر جوړولو ولګول شي.
سربیره پر دې ټاکل شوې ده چې د امریکا په پرمختګ کې د مهاجرو نقش او ونډې ته هم په دې موزیم کې تبارز ورکړل شي.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز