د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې بیه ډېره ټيټه شوی
۱۴۰۰ مهر ۲۶, دوشنبهخو د پاکستان د مالیې وزير د دوشنبې په ورځ د سيمه ایزو رسنيو هغه رپوټ رد کړی چې د پېسو د نړيوال صندوق سره د يو میليارډ يورو د پور د قسط په اړه خبرې اترې بې نتيجې وې. دغه خبرې اترې د اکتوبر له څلورمې څخه تر پنځلسمې نیټې پورې ترسره شوې وې.
د مالیې وزير د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ويلي: «د پاکستان او د پېسو د نړيوال صندوق ترمنځ خبرې اترې په مثبت ډول پرمخ رواني دي. د خبرو اترو نتيجې ته د رسيدو له پاره په هیڅ پړاو کې هم کوم مهال ويش نه دی ټاکل شوی.»
په جون میاشت کې د دواړو اړخونو ترمنځ د ورته خبرو اترو په ترڅ کې د پور د قسط د ورکړې د شرطونو په اړه کوم توافق نه وو شوی.»
اقتصاد پوه، عاطف ظفر رويټرز خبري آژانس ته وويل: «د پاکستان او پېسو د نړيوال وجهي صندوق ترمنځ د خبرو اترو د ناکاميدو د رپوټونو تر خپريدو وروسته رامنځته شوی غير مطمن حالت د دې سبب شو چې د روپۍ ارزښت راټيټ شي.»
د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د ډالر بیه د پام وړ لوړه شوې
تېره میاشت د مالي خدماتو امريکايي شرکت « Fitch Ratings» د پاکستانۍ کلدارې په اړه د روان کال او همدا راز د راتلونکي کار له پاره خپلې وړاندوينې له سره ارزولي دي.
د دغه شرکت د وړاندوينې په حواله روان کال د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارۍ اوسط بيه ۱۶۴ ده چې مخکې دا بيه ۱۵۸ روپۍ اټکل شوې وه. د ۲۰۲۲م کال له پاره بيا د يوه ډالر بيه ۱۸۰ کلدارې اټکل شوې ده.
په پاريس کې د مالي فعاليت ځانګړې ډلې درې ورځنۍ غونډه هم د اکتوبر له ۱۹ تر ۲۱نيټې پورې جوړيږي. په نړيواله کچه د پېسو د سپینولو او ترهګرۍ د تمويل د مخنيوي د څار دغه ډله هم ښايي پاکستان د راتلونکو څلورو مياشتو له پاره په خپل خړ ليسټ کې وساتي. ويل شوي چې د دې پريکړې علت دادی چې پاکستان د نړيوال وجهي صندوق معيارونه په سمه توګه نه دي مراعت کړي.
زموږ له آرشيف څخه: