انورالحق کاکړ په هوايي زانګو کې د بندو کسانو ژغورونکي وستايل
۱۴۰۲ شهریور ۳, جمعهد پنجشنبې په ورځ د ستاينې په دغو مراسمو کې اته واړه ژغورل شوو کسانو حضور درلود چې د پاکستان موقتي لومړي وزير انورالحق کاکړ ژغورونکو ته غاړه ورکړه او د ستاينليکونو د سپارلو تر څنګ يې ورته وويل چې دی په هغوی باندې وياړي.
په تلويزيون کې خپرېدونکو خبرو کې کاکړ دا هم وويل چې کله يې د پېښې په هکله واورېدل، نو داسې احساس يې لاره چې خپل زوی يې ګوندې په خراب شوي کيبلي موټر يا هوايي زانګو کې بند پاته وي. د ژغورنې چارې د يوه سيند د پاسه يو څو سوه متره لوړ په بټګرام کې ترسره شول چې د خير پښتونخوا ايالت يوه ضلع يا ولسوالي ده. خلکو د ژغورنې بريالۍ چارې ډېرې وستايلې.د پاکستان له پاره د جاسوسۍ کولو په تور یو هندی نیول شوی
تر ټولو مخکې يو ماشوم د يوې کومانډو له خوا وژغورل شو چې د رسۍ په مرسته له چورلکې څخه کيبلي زانګو ته ور رسېدلې وه. نور سپاره کسان د رضاکارو مرستندويانو له خوا تر ځمکې پورې راکښته کړل شول. د دې له پاره يې داسې ليفټ په کار واچاوه چې کليوالو د يوه کټ له لرګين چوکاټ او له رسيو څخه جوړ کړی وو.
ماشومانو له ۱۱ تر ۱۵ کلونو پورې عمرونه درلودل چې ښوونځي ته په لاره ول. په سيمه کې جوړ شوي کيبلي موټر او زانګو ګانې د غرونو په منځ کې د لارې د لنډولو په موخه کارول کيږي. له دې لارې خلک ښوونځيو، کارونو او خپلو کاروبارونو ته په وخت رسېدلی شي.انورالحق کاکړ د پاکستان موقت لومړی وزير وټاکل شو
يوه ژغورل شوي کس له حکومت څخه وغوښتل چې د هغوی په سيمه کې دې يو ښوونځي ودان کړي او د هغوی کلی دې د پله له لارې له نورو کليو سره وصل کړي. هغه د يوه سړک د غځولو غوښتنه هم لرله څو په راتلونکي کې د دا ډول حادثو مخه نيول شوې وي.