پاکستان: کيدای سي افغان مهاجر له کرونا واکسینه محروم سي
۱۴۰۰ خرداد ۶, پنجشنبهپه پاکستان کي شاوخوا ۲،۸ میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي چي ځیني یې هیڅ اسناد نه لري او ځيني يې بيا د مهاجرت ځانګړي اسناد لري.
د پاکستان د روغتیا وزارت ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي تر اوسه لا د افغان مهاجرو د واکسینولو په اړه کومه پریکړه نه ده سوې.
په پاکستان کي د ملي واکسیناسیون په پروګرام کي د نوم ثبتیدل د هويت کارت د لمبر له مخي ترسره کیږي چي افغان مهاجر له دغه ډول کارت څخه محروم دي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي د پاکستان له حکومت سره خبري رواني دي تر څو د افغان مهاجرو د واکسینولو له پاره د حل لار پیدا سي.
پاکستان ۲۲۰ میلیونه نفوس لري چي تراوسه پکښې یوازي ۵،۳ میلیونه دوزه واکسین لگول سوی دی.
د دغه هیواد حکومت پتېيلې ده چي د روان کال تر پایه ۷۰ میلیونه انسانان واکسین کړي.
د رواني اونۍ له پنجشنبې ورځي راهیسي په پاکستان کي هر څوک چي تر ۱۹ کلنۍ پورته وي، کولای سي د کرونا واکسین له پاره خپل نوم ثبت کړي. په دغه هیواد کي د آسترازینیکا ترڅنگ چینايي واکسین هم لگول کیږي.
GP/NZ/AG