د م. فضل الرحمن د ګوند په غونډه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۲ مرداد ۸, یکشنبهد آلمان د خبرې آژانس د خبر له مخې تر ۳۰ څخه د زیاتو کسانو د مړيني اندېښنه ده. د ځايي پوليسو په وينا پيښه د يکشنبې يا اتوار په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جولای ۳۰) د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د جميعت علما اسلام مولانا فضل الرحمن ډلې جلسه روانه وه.
پوليسو ويلي دي چې د چاودنې لامل لا تر اوسه معلوم نه دی. د ځايي پوليسو يو چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ نشو ويلای چې په کوم شمېر انسانان مړه شوي دي، خو د چاودنې په ځای کې زيات شمېر مړي دي.» ياده سياسي ډله تر مخه هم د بريدونه هدف ګرځېدلې ده.
د پوليسو او خبري آژانسونو په وينا په چاودنه کې زيات شمېر انسانان ژوبل شوي هم دي. ويل شوي چې ښايي د دغې چاودنې د قربانيانو شمېر نور هم زيات شي.
ياده سیاسي ډله په پاکستان کې د هغه ائتلافي حکومت برخه واله ده، کوم چې د پخواني لومړي وزير عمران خان تر ليري کېدو وروسته جوړ شو. د دغې ډلې په هکله ويل کيږي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پلوي کوي.
آ./ا.ا./ن.ص.