1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د پېسو د نړيوال صندوق د نوي پور شرطونه مو پوره کړي

۱۴۰۳ شهریور ۲۳, جمعه

د پاکستان د خزانې وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې له نړیوال وجهي صندوق سره مو معامله په «ښه توګه» شوې ده. اسلام آباد غواړي له آی ام اف څخه د اوو میليارډ ډالرو پور ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/4kbbY
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف
شهباز شريف د فدرالي کابينې په غونډه کې د آی ام اف د غوښتنو د پوره کولو په برخه کې د خپلې مالي ډلې او نورو مشاورينو د هلو ځلو ستاينه وکړه.انځور: National Assembly of Pakistan/AP/picture alliance

د پاکستان لومړي وزير ويلي دي چې هېواد یې د پېسو د نړيوال صندوق څخه د اوو ميليارډ ډالرو پور ترلاسه کولو ټول شرطونه  پوره کړي دي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، ويلي دي چې هېواد یې خپل اقتصاد ته د اوږې ورکولو په موخه د پېسو د نړيوال صندوق (آی ام اف) څخه د اوو ميليارډ ډالرو پور ترلاسه کولو ټول شرطونه پوره کړي دي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د فدرالي کابينې په غونډه کې د آی ام اف د غوښتنو د پوره کولو په برخه کې د خپلې مالي ډلې او نورو مشاورينو د هلو ځلو ستاينه وکړه. 

تمه کیږي چې آی ام اف به د دغه پور ورکوونکې ادارې د اجرايي مديره هئيت د ۲۵ ستمبر په غونډه کې پاکستان ته په رسمي توګه پور منظور کړي.

شهباز شريف د پور د دې بستې د ترلاسه کولو په برخه کې د چين د مرستې له کبله مننه وکړه خو په دې اړه نور جزيات يې په ډاګه نه کړل.

 د پېسو نړيوال صندوق لوگو
د پېسو نړيوال صندوق پاکستان ته ويلي ول چې د انرژۍ د سرچينو لکه ګازو، برېښنا او پترولو په برخه کې سبسايډي يا حکومتي مرسته ختمه کړيانځور: Maksym Yemelyanov/Zoonar/picture alliance

د پېسو نړيوال صندوق پاکستان ته ويلي ول چې د هېواد د مالياتو کچه پراخه کړي او د انرژۍ د سرچينو لکه ګازو، برېښنا او پترولو په برخه کې سبسايډي يا حکومتي مرسته ختمه کړي.

د آی ام اف دا غوښتنه لا تر مخه د شريف، حکومت نافذه کړې ده چې له کبله یې پاکستاني وګړي سخت اندېښمن دي او وايي چې د انرژۍ د لوړو بلونو د ادا کولو توان نه لري.

د پاکستان د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې له آی ام اف سره یې معامله په «ښه شان» سره شوې ده.

پاکستان دمګړۍ له خپلو تر ټولو ناوړه اقتصادي بحرانونو څخه یې له يوه سر لاس او ګريوان دی. لومړي وزير شهباز شريف، هيله څرګنده کړې ده چې هېواد به یې په راتلونکو کلونو کې پر بهرنيو پورونو د انحصار په راکمولو کې کامياب شي.

که چېرې د پېسو د نړيوال صندوق اجرايوي مديره هيئت دا نوی پور منظور کړ نو دا به په ۳۷ میاشتو کې عملي شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب