پاکستان نه غواړي نور افغان مهاجر ومني
۱۴۰۰ شهریور ۹, سهشنبهپاکستان اعلان کړی دی چې نور له افغانستان څخه ورتلونکي مهاجر نه مني. په برلین کې د پاکستان سفیر محمد فیصل د سه شنبې په ورځ د «ټاګس شپيګل» ورځپاڼې ته ویلي دي چې هیواد یي لا پخوا له درې تر څلورو میلیونو افغانانو ته ځای ورکړی دی.
د هغه په وینا اوس باید شتمن هیوادونه د دوی کوربتوب وکړي. دغه پاکستاني دیپلومات وویل چې هیواد يي له ټول توان سره بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د ایستلو پروګرام ملاتړ کوي او د دې هدف له پاره به سرحدي پولي خلاصې پاتې وي.
محمد فیصل ټینګار وکړ چې د نوي مهاجرت د ستونزې حل د هغو هیوادونو په لاس کې دی چې ۲۰ کاله یي په افغانستان کې د ویلو څه لرل (د پریکړو واک) یې درلود. فیصل دغه خبرې له اسلام آباد څخه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د لیدنې پر مهال کړي دي.
طالبانو له نږدې دوو اونیو راهیسې په افغانستان کې د چارو واګې په لاس کې نیولي دي او له هغه وخت راهیسې امریکا متحده ایالاتو او د آلمان په ګډون ډیرو نورو هیوادونو په لسګونو زره انسانان په الوتکو کې له افغانستان څخه ایستلي دي.
ډیر شمیر لویدیځو هیوادونو خپل د اړوندو کسانو د را ایستلو پروګرام د تیرې اونۍ په پای کې ختم کړ او د سه شنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۳۱ نیټه) په افغانستان کې امریکا متحده ایالاتو پوځي ماموریت هم په رسمي ډول پای ته ورسید.
امریکا متحده ایالاتو د سلګونو زرو افغانانو منلو ته تیاری نیولی دی.
آژانسونه: ش.ن/ن.ز