د پاکستان په زندانونو کې د پرتو کسانو د کورنيو کړاونه
۱۴۰۲ تیر ۲۶, دوشنبهشا او خوا ۷۰ کلنه ګل شيرين د ۲۶۰ کيلومترو واټن تر وهلو وروسته له خيبر پښتونخوا څخه راولپنډۍ ښار ته رسېدلې ده چېرې چې یې د قتل په جرم د عمري بند په سزا محکوم شوی زوی بندي دی. چارواکو یې زوی د ښار په مرکزي زندان کې ځای پر ځای کړی دی.
نوموړې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «موږ زیاتره وخت زندان ته تلیفون کوو او له خپل زوی سره خبري کوو، خو زه د یوې مور په صفت د خپل زړه د ډاډ له پاره تل غواړم چې ویې وينم څو وپوهیږم چې آيا ښه دی؟ له همدې کبله هره مياشت تر اوږده مزل وروسته تر دې زندانه را رسيږم.»
اړونده موضوع: د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان آزاد سوي
په پاکستان کې ډېري کورنۍ د ګل شيرين په څېر برخليک سره مخامخ دي. دلته په سونه کورنۍ دا ډول کيسې لري.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په حواله د ګل شيرين زوی د خيبر پښتونخوا سره د تړاو لرونکو هغو ۹۴۵ زندانيانو څخه يو دی چې د راولپنډۍ ښار په زندان کې د سزا خپله موده تیروي.
د بنديانو د کورنيو د غړيو تکليفونه
په دې زندانیانو کې زياتره یې هغه دي چې په پنجاب ایالت کې یې جرمونه کړي دي. دوی له خپل ایالت ډېر لیرې په يوه بل ایالت کې د بند شپې او ورځې تيروي او د کورنۍ غړي یې چې د زیاترو يې اقتصادي وضعيت هم ښه نه دی، وایي چې د زندانيانو سره د ملاقات په موخه باید اوږده سفرونه وکړي او ډېرې نورې سختۍ وګالي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
دوی غوښتنه کوی چې زندانيان دې خپلو اصلي ايالتونو ته وليږدول شي.
د خيبر پښتونخوا د شمال لویدیځ ښار کوهات د يوه اوسيدونکي مختار شاه کشر ورور دمګړۍ په زندان کې دی. مختار شاه وايي: «له دې سترګې نه پټوم چې ورور مې جرم کړی دی او باید جزا ورکړل شي خو موږ [زموږ کورنۍ] ولې په تکلیف کیږو.»
مختار شاه له چارواکو غواړي چې زنداني ورور یې ژر تر ژره هغه سيمې ته نیږدې پراته زندان ته انتقال کړي چې کورنۍ یې پکې ژوند کوي. نوموړی وايي: «موږ دومره بې وزله يو چې نه شو کولی خپل ټول کارونه پريږدو او زندان ته د خپل ورور ليدو ته ورشو. موږ د لارې کرایه نه شو پوره کولی.»
د پاکستان په زندانونو کې له حده ډېر بنديان
د بشري حقونو د څار ټولنې په حواله د سويلي آسيا د دغه هيواد په زندانونو کې زياتره وخت تر حده ډېر زندانيان ساتل کيږي. د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون يوه خپلواکمنه ډله ده. د دې ډلې وياندې ماهين پراچه دويچه ويله ته وويل: «يوه مهمه موضوع دا ده چې ټول زندانيان د خپل اصلي ایالتونو په زندانونو کې نه ځای پر ځای کيږي چې له همدې کبله په زندانونو کې ازدحام ډېر دی.»
نوموړې په خپلو خبرو کې زياته کړه: «هر چیرې چې دا کار کيږي، پر بې وزلو کورنيو یې اغير ډېر وي، ځکه له دوی سره دومره پېسې نه وي چې د خپلو زنداني شويو خپلوانو د ليدو په موخه اوږده سفرونه وکړي.»
د بشري حقونو د څار ټولنې په مارچ میاشت کې د يوه رپوټ په جاري کولو سره په پاکستان کې له حده پر ډکو زندانونو نيوکې کړې وې.چ
په دې رپوټ کې ويل شوي: «د پاکستان په زندانونو کې د بنديانو شمير له حده ډېر دی. په دې زندانانو کې د دريو کسانو له پاره په جوړو شويو خونو کې تر ۱۵ پورې زندانيان اوسي.»
«له کورنۍ سره تماس د زندانيانو حق دی»
د پنجاب ايالت د پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي ميا فاروق نذير په دې وروستيو کې يو نوښت پېل کړی دی چې له مخې یې زندانيانو ته اجازه ورکول کیږي چې له خپلو کورنيو سره د ويډيو کال يا ويديويي تماس له لارې خبرې وکړي.
اړونده موضوع: د طالبانو په زندان کې د شکنجو شکايتونه
دا آسانتيا دمګړۍ يوازې د راولپنډۍ او لاهور ښارونو په مرکزي زندانونو کې موجوده ده. د صفدر چوهدري په نوم يوه وکيل وويل په پلان کې ده چې دا نوښت د پنجاب ايالت نورو زندانونو ته هم پراخ کړل شي.
په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسیون مشرې رابعه جویريه آغا، وويل چې دوی د پاکستان له حکومت سره د زندانيانو د خپلو اصلي ټابوبو په زندانونو کې د ځای پر ځای کولو مسئله ياده کړې ده، خو تر اوسه په دې تړاو هيڅ ګامونه نه دي پورته شوي.
ب. ص/ ن. ز (جميله اڅکزۍ)
زموږ له آرشيف څخه: