پاکستان د ممبئي بريدونو يو شکمن تمويل کوونکی نيولی دی
۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبهد پاکستان د ترهګرۍ ضد پوليسو يوه چارواکي، شکيل احمد، وويل چې د لشکر طيبه دغه شکمن مشر چې ذکي الرحمن لکهوي نوميږي، د تروريزم د تمويل په تور د پاکستان په لاهور ښار کې نيول شوی دی. لکهوي ښايي د لشکر طيبه ډلې مشر وي چې د ۲۰۰۸ کال د ممبئي بريدونه يې تنظيم کړي ول.
د ممبئي په بريدونو کې ۱۶۶ تنه ووژل شول. لکهوي تر دغه بريد يوازې يو څو ورځې وروسته ونيول شو، خو په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان د محکمو له خوا بېرته خوشې شو. پاکستاني چارواکي اوس دا تور هم لګوي چې لکهوي يو درملتون چلولی دی چې هدف يې د وسله والو فعاليتونو تمويل وو.
ویل کیږي چې لکهوي د حافظ سعيد په جماعت الدعوه نومې خيريه سازمان کې هم مهم رول لوبولی دی چې ښايي د لشکر طيبه يوه څانګه وي. حافظ سعيد چې د متحده آيالاتو د عدليې وزارت له خوا يو نړيوال ترهګر بلل کيږي، اوسمهال په پاکستان کې په زندان کې دی.
د لشکر طيبه شبکې په وړاندې کوټلي ګامونه
حافظ سعيد په تېرو مياشتو کې په بېلابېلو مواردو کې په بند محکوم شوی وو. د پاکستان حکومت د سعيد له خوا چلېدونکې د مسجدونو، ښوونځيو او خيريه سازمانونو شبکه او نوره شتمني هم ضبط کړې ده.
د پاکستان او هندوستان تر منځ اړيکې په ۲۰۰۸ کال کې د هند پر اقتصادي زړه ممبئي باندې تر بريد وروسته خړې پړې شوې وې. دغو دوو رقيبو هېوادونو په ۱۹۴۷ کال کې له بريتانيا څخه تر خپلواکۍ اخيستلو راهيسې دوه جنګونه سره کړي دي.
AP/ ن ص/خ ح