د عمران خان د پلویانو د لاریونونو په پایله کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی چي، هغه افغانان چې (NOC) يا د «نه اعتراض تصديق» نه لري، د روان کال د ډسمبر مياشتي تر پایه دې له اسلام اباده ووځي.» د روانې اونۍ د پخلاينې په خپرونه کې پر همدې موضوع بحث کوو چې آيا افغانانو په دغه احتجاج کې برخه اخيستې او که نه او ولې د افغانانو پر وړاندې د پاکستان سیاست ورځ تر بلې سختيږي؟