1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ځمکې ښوېدنې په پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي دي

۱۴۰۳ شهریور ۹, جمعه

په پاکستان کې د درنو ورښتونو په ادامه د خیبر پښتونخوا ایالت په دير علاقه کې د مځکي ښوېدنې پېښې یو کور لاندې کړی چې پکې دولس کسان مړه شوي دي چې ډېر يې ماشومان دي.

https://p.dw.com/p/4k5G4
په پاکستان کې د جولای له لومړۍ نېټې راهيسي له ورښتونو سره په تړاو پېښو کې له ۲۷۵ زیات کسان مړه شوي دي.
د آرشیف انځور - په پاکستان کې د جولای میاشتې له پیله درانه ورښتونه ادامه لري او چارواکو د ځمکې ښوېدنې او سېلابونو خبرداری ورکړیانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

د پاکستان د بېړنیو خدماتو دولتي ادارې یوه چارواکي عنایت علي وويل چې د مځکي ښويدنې دغه پېښه شپې د خیبر پښتونخوا ایالت په دېر بالا ضلع کې رامنځ ته شوې ده.

زیاته شوې ده چې دغه کور په یوه لېرې ساحه کې د افغانستان پولې ته نژدې واقع دی. د علي په خبره، ژغورونکو د نهو ماشومانو، دوو ښځو او یوه نارينه جسدونه رايستلي دي، خو نور جزئيات ېې ور نه کړل.

پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د روانو درونو ورښتونو په تړاو چې له تېرې میاشتې پيل شوي، خبرداری ورکوي چې کېدای شي په ټول هیواد کې د ځمکې ښوېدنې او سيلابونو لامل واقع شوي.

په پاکستان کې د جولای له لومړۍ نېټې راهيسي له ورښتونو سره په تړاو پېښو کې له ۲۷۵ زیات کسان مړه شوي دي.

(AP)mks/nz

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل