انځورنه: د اسکار سږنۍ جايزې کومو فلمونو او هنرمندانو وګټلې؟
د اسکار جایزې مراسم، تر دوو میاشتو ځنډ وروسته په لاس انجلس کې ترسره شول. د تر ټولو غوره هنرمندي جایزه فرانسیس مک دورمند او د غوره هنرمند جایزه آنتوني هاپکنیز ترلاسه کړه.
کلوئی ژائو، تر ټولو غوره ډايرکټره
کلوئی ژائو، د ډايرکټرۍ په برخه کې د «Nomadland» فلم له پاره تر ټولو غوره ډايرکټره شوه. هغې نه یوازې د دغه فلم ډايرکټري کړې، بلکې پروډيوسره يې هم ده. نوميدلنډ (د خانه به دوشانو ټاټوبي) فلم په څو برخو کې د اسکار جایزې وګټلې.
تر ټولو غوره هنرمندي رول
فرانسیس مکدورمند، په Nomadland فلم کې د خپل رول له پاره د تر ټولو غوره هنرمندې جایزه وګټله. د هغې تر څنګ ښی لور ته د یاد فلم ډايرکټره کلوئي ژائو لیدل کيږي.
د کال په غوره رول کې
د ۲۰۲۱م کال د تر ټولو غوره رول د برخې اسکار جایزه آنتوني هاپکینز وګټله. هغه دغه جایزه په The Father فلم کې د خپل رول له پاره وګټله. دا لومړی ځل نه دی چې هاپکينز د خپل هنر له پاره ستایل کيږي.
بشپړ غوره رول
د دغې برخې ګټونکې د سويلي کوريا هنرمنده، یو جانګ یون شوه. هغې په Minari فلم کې د خپل رول په سبب دغه معتبره جایزه ترلاسه کړه. د میناري فلم کيسه په يو نوي چاپيریال کې د انسانانو د ژوند پيلولو په اړه دی چې جانګ یون په کې په امريکا کې د يوې مهاجرې کورنۍ د انا په رول کې کار کړی دی.
د نارینه بشپړ رول
د بشپړ نارینه رول په برخه کې د اسکار جایزه، بریتانوي هنرمند، دنیل کالویا وګټله. هغه په Judas and the Black Messiah (یهودا او تور مسیح) فلم کې د خپل رول له پاره ګټونکی شو. دغه فلم د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ کې راووت.
د کال تر ټولو غوره فلم
د ۲۰۲۱م کال د تر ټولو غوره فلم جایزه هم د Nomadland فلم وګټله. دغې جایزه ته نور فلمونه هم کاندید ول لکه: یهودا ايند بلک، دې فادر، میناري او ساوند آف میتل.
کلوئې ژائو Chloé Zhao
د Nomadland فلم جوړونکې، کلوئي ژائو، په چين کې زیږیدلې ده. دغه فلم يې د ۲۰۲۱م کال فبرورۍ میاشت په امريکا کې خپور شو.
د کال غوره سندره
د دې برخې اسکار جایزې یتارا توماس، ايچ اي آر او درنست امیل ته د «يهودا ايند بلک مسيح» فلم له پاره ورسيدې. دغه سندره «د خپل ځان له پاره مبارزه وکړه» نومیږي چې د اسکار جایزو په سږني دور کې تر ټولو غوره سندره وپيژندل شوه.
د کال غوره بهرنی فلم
د دې برخې جایزه، ډنمارکي فلم Another Round د تر ټولو ښه داستاني فلم له پاره خپله کړه. دغه فلم تر دې وړاندې هم د طلايي ايېږ جایزه هم ګټلې وه. ډنمارکی دايرکټر، توماس وينتربرګ.
غوره مستند فلم
د کال غوره مستند فلم اسکار جایزه پيپا ارلیش (کيڼ لور) د My Octopus Teacher (زما اختاپوس ښوونکی) فلم جوړولو له پاره وګټله. اختاپوس يو ډول سمندري حیوان دی.
د خوب تر ټولو غوره جامې
په لاس انجلس کې د اسکار جایزو د ویش مراسم د کرونايي محدوديتونو په شتون کې ترسره شول. دغه مراسم په دوو جلا صالونونو کې جوړ شوي ول. د خوب د تر ټولو غوره جامو جايزه پکې امریکايي هنرمندې، زندیا کلمن خپله کړه.