انځورونه: په تيرو لسو کلونو کې د نوبل د سولې جايزې ګټونکي
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) چې په نړۍ کې د لوږئ پر وړاندې مبارزه کوي، د ۲۰۲۰م کال د نوبل د سولې جايزه وګټله. په دغه انځوريز البوم کې په تيرو لسو کلونو کې د دغې جایزې ګټونکې وپيژنئ.
۲۰۱۹- آبی احمد،د اتيوپيا صدراعظم
د اتيوپيا صدراعظم، آبی احمد، په دې وتوانيد چې د خپلو سوليزو هلو ځلو په نتيجه کې له ګاونډي هيواد اريتريا سره د کلونو سرحدي شخړه حل کړي او دې سره د نوبل د سولې جايزې ګټونکی وپيژندل شو. دواړو هیوادونو د کلونو دښمنۍ وروسته د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې خپل مناسبات له سره پيل کړل.
۲۰۱۸- دنیس موک وگه له کانگو او نادیه مراد له عراقه
دوی په شخړو او د وسلوالو جګړو پر مهال د جنسيتي تاوتريخوالو پر ضد د خپلو مبارزو په خاطر د ۲۰۱۸م کال د نوبل د سولې جايزې ګټونکي وپيژندل شول. ناديه مراد د ملګرو ملتونو ځانګړې سفيره ده چې په خپله هم په عراق کې د داعش د جګړو پر وخت د جنسي برده ګۍ له خشونت سره مخ شوې او دنيس موک وګه په کانګو کې د ښځينه ناروغيو ډاکتر دی.
۲۰۱۷- د اټومي وسلو د منع نړیوال کمپاين
د اټومي وسلو د منع کولو نړيوال کمپاين (ICAN) د ۲۰۱۷م کال د نوبل د سولې جايزې ګټونکی وپيژندل شو. دليل يې دا وو چې آی سي اې ان، د اټومي وسلو د خرابو عواقبو په دلیل نړيواله توجه راجلب کړه او تر څنګ يې هڅې وکړې تر څو د دغو وسلو د استعمال د ممانعت تر تړونه پوري ځان ورسوي.
۲۰۱۶- د کولمبيا ولسمشر، خوان مانوئل سانتوس
خوان مانوئل د خپلو څو کلونو هڅو په نتيجه کې وتوانيد چې د خپل هيواد څه باندې پنځوس کلنې کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کيږدي. سانتوس او د حکومت د وسلوالو مخالفانو «فارک» (د کولمبيا انقلابي وسلوال ځواکونه) مشر تيموليون خيمييز، تر څلور کاله مذاکرو وروسته، د سولې يو تړون لاسلیک کړ. خوان مانوئل سانتوس د دغو سوليزو هڅو په خاطر د نوبل د سولې جايزې ګټونکی وپيژندل شو.
۲۰۱۵- د تونس د ملي مذاکراتو څلورګونی پلاوی
د تونس د ملي مذاکراتو څلورګوني پلاوې ته په دغه هيواد کې د دموکراسۍ د تامين په برخه کې د کړو پراخو فعاليتونو په خاطر د ۲۰۱۵م کال د نوبل د سولې جايزه ورکړل شوه. دغه څلور ګونی پلاوی، د تونس د کارګرانو عمومي اتحاديې، د تونس صنعتي کنفدراسیون، د تونس د بشر د حقونو ليګ او د دغه هيواد د حقوق پوهانو د ملي اتحاديه څخه متشکل دی.
۲۰۱۴- ملاله یوسفزۍ و کایلاش ساتیارتي
ملاله یوسفزۍ د پاکستان او کایلاش ساتيارتي له هندوستان څخه د ماشومانو د حقونو د تامين په خاطر د کړو مبارزو له پاره د نوبل د سولې جايزې ګټونکي شول. دوی پر ماشومانو او تنکي ځوانانو د فشارونو پر ضد، د هغوی د حقونو د لا تقویې او د تعليم او تربېې حقونو د تامين په برخه کې مبارزې وکړې. ملاله يوسفزۍ د خپلو فعاليتونو پر وخت د طالبانو په يوه وسله واله حمله کې ټپي شوې هم وه.
۲۰۱۳- د کیمياوي وسلو د منع سازمان
د کیمياوي وسلو د منع سازمان (OPCW) چې مقر يې د هالند په هاله ښار کې دی د ډليزو وژونکو وسلو د لمنځه وړلو په خاطر پراخې هڅې وکړې او د همدغو هڅو په خاطر د ۲۰۱۳م کال د نوبل د سولې جايزې ګټونکی وپيژندل شو.
۲۰۱۲- اروپايي اتحاديه
د ۲۰۱۳م کال د نوبل د سولې جايزه اروپايي اتحاديې ته ورکړل شوه. دغه اتحادیه په څه باندې شپږو لسیزو کې په اروپا کې د سولې، دموکراسۍ او د بشر د حقونو د تامين په برخه کې مخکښه وه او په دې ترتيب د نوبل کميټې د اروپايي اتحاديې له دغو فعالیتونو څخه د نوبل جايزې په ورکړې ستاينه وکړه.
۲۰۱۱- الن جانسن سیرلیف، لیما گبووی او توکل کرمان
الن جانسون سیرلیف او لیما گبووی دواړه د لایبریا او توکل کرمان د یمن څخه ده. دوی د ښځو د حقوقو د تقويې او تامين په برخه کې د خپلو له تاوتريخوالو پرته مبارزو په خاطر د دغې جايزې ګټونکي وپيژندل شول.
۲۰۱۰- لیو شیائو
د چين د حکومت منتقد، ليو شيائو هم په خپل هيواد کې د بشر حقونو د تامين په برخه کې د تاوتريخوالو پرته مبارزو په خاطر د نوبل د سولې جايزې ګټونکي وپيژندل شو.