1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د نوبل د طب جایزه د هيپاتايت سي پيژندونکو ته ورکول کيږی

۱۳۹۹ مهر ۱۴, دوشنبه

هاروې التر، مايکل هيوتن او چارلس رایس ته په ګډه د طب نوبل جایزه د هيپاتايت سي ويروس د پيژندنې په برخه کې به هغوی ته ورکړل شي. په راتلونکې اوونۍ کې به د نوبل د نورو جایزو اعلان هم وشي.

https://p.dw.com/p/3jSOy
Nobelpreis für Medizin 2020 Harvey J. Alter, Michael Houghton, Charles M. Rice
انځور: Claudio Bresciani/TT/picture-alliance

د ستاکهولم د کاروليسنکا انستيويت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۰م کال د نوبل د طب جایزه به هاروې التر، مايکل هيوتن او چارلس رايس ته ورکړل شي.

د نوبل کميټې د هئيت له خوا ويل شوي چې دا جایزه د دغو ساينس پوهانو ته د «وينې له لارې د انتقاليدونکي هیپاتايت يا تور زيړي چې یوه ستره نړيواله ستونزه ده، پر ضد مبارزه کې د مهمې لاسته راړونې» له امله ورکول کيږي.

د نوبل کمیټې له خوا ويل شوي چې د درې سرو د کشف له وجې اوس په وينه کې د ويروس د معلومولو ډېر حساس ټيستونه شته چې «د نړۍ په ډېرو برخو کې یي د وينې د ورکړې له لارې خپور شوی هيپاتيت له منځه وړی دی.»

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله په ټوله نړۍ کې د هیپاتايت تر ۷۰ ميلیونه زياتې پېښې شته او هر کال کابو ۴۰۰ زره انسانان په دې مرض مړه کيږي. دا مرض د ځيګر د التهاب او سرطان ستر علت دی.

د نوبل دا جایزه د لسو میليونو سويډني کرونو چې ۹۵۰ زره يورو کيږي، نغدي جایزه هم لري.

تیر کال په امريکا کې زيږیدلو ساينس پوهانو ويليم کالين او ګريګ سيمنزه د بريتانوي پيتر راډکلف سره په ګډه د فزيالوجي په برخه کې دغه جایزه ګټلې وه.

د نوبل نورې جایزې چې د فزيک، کيميا، ادبياتو، سولې او اقتصاد په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنو له وجې ورکول کيږي، په راتلونکو اووه ورځو کې به اعلان شي.