1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملالي یوسفزۍ له اپل شرکت سره خپله همکاري پیل کړه

۱۳۹۹ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

ملالي یوسفزۍ له «اپل تی وی پلاس» سره د څو کلونو له پاره یو تړون لاسلیک کړ او له اپل شرکت سره یې خپله همکاري پيل کړه. ملاله په ۲۰۱۴م کال کي د کوچنیانو د حقونو له پاره د مبارزې له امله د نوبل د سولي جایزه ترلاسه کړې.

https://p.dw.com/p/3qOGr
Aktivistin Malala Yousafzai - Teilnehmerin des "Graduate Together" Programm
انځور: Reuters/EIF/XQ Handout

د کوچنیانو د حقونو فعالي ملالي یوسفزۍ، له اپل شرکت سره ددغه تړون له لاري خپله همکاري پیل کړه. د اپل شرکت په حواله په پلان کي ده چي ملاله یوسفزۍ به د ستریم آنلاین «اپل تی وی پلاس» سره، د ډرامو، کمیډي فلمونو، مستندو فلمونو، انیمیشن او همدارنګه د کوچنیانو له پاره د سریالونو د جوړولو په برخه کي همکاري وکړي.

د اپل شرکت د رپوټ له مخي ۲۳ کلني ملالي یوسفزۍ د نوموړي تړون په اړه ویلي: «زه د هغو کیسو پر قدرت باور لرم چي کورنۍ یو له بل سره پیوندوي او دوستۍ ټینګوي. د نهضتونو او حرکتونو باعث کیږي او د کوچنیانو خوبونو او خیالونو ته الهام وربخښي.»

ځواني ملالي یوسفزۍ په ۲۰۱۴م کال کي د کوچنیانو د زده کړو د حقونو په برخه کي د فعالیتونو له امله د نوبل د سولي جایزې په تاریخ کي د تر ټولو ځوان کس په توګه دغه جایزه ترلاسه کړه.

Malala Yousafzai mit der Familie
ملاله یوسفزۍ د خپلی کورنۍ له غړو سرهانځور: Privat

ملاله د ۲۰۱۲م کال په اکتوبر میاشت کي د پاکستان په شمال کي د طالبانو په یوه برید کې سخته ټپي سوه. هغه بيا وروسته د تداوۍ له پاره بريتانيا ته انتقال سوه. طالبانو هغه وخت له کوچنیانو ډک یو بس چي ملاله هم پکښي سپره وه، ودراوه او فیرونه پر وکړل.

ملاله یوسفزۍ اوس هم د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ ده او اوس په بریتانیا کي ژوند کوي.

GP/NZ/DPA