ناپیلیون بناپارت څوک وو؟
فرانسوی امپراتور، ناپيلیون بناپارت یو بې رحمه خو پرمختګ غوښتونکی جنرال وو چې تر مړينې مخکې يې نیمايي اروپا فتحه کړه. هغه ۲۰۰ کاله مخکې په جلاوطنۍ کې ومړ. انځورونه ېې له لنډو معلوماتو سره وګورئ.
ابتدايي حرفوي پوځي
ناپيليون د ۱۷۶۹ کال د اګست په ۱۵مه د کرس جزيرې په آژاکسیو کې وزيږيد. هغه د یو بې وزله کورنۍ د غړي په توګه وتوانيد چې د شاهي بورس په ترلاسه کولو سره د برين (Brienne) په پوځي ښوونځي کې شامل شي.
ځوان جنرال
ناپيليون د فرانسې د ۱۷۸۹ کال په انقلاب کې د خپل کرير مدیون وو. هغه په ۱۷۹۳ کال کې د شاهانو پر ضد انقلاب کې د توپخانه يي ځواک مشري وکړه چې ډيرې لاسته راوړنې يې وکړې. دې سره هغه جنرال شو او د یو ځوان پوځي په توګه وستایل شو.
د ناپيليون د خولۍ ستايل
څنګه چې په انځور کې لیدل کيږي، ناپيليون دغه ډول د یو انتیک ستايل خولۍ دود کړه او د خپلو معاصرو خلکو خلاف دغه خوله خوښوله او په سر کوله يې. هغه به هر کال له دغو خولیو څو نمونې پواپيرد هتتر (Poupard hatter) ته د ۴۰ فرانکو په بیه فرمایش کولې.
له مرګ څخه نه ویريدونکی
د ناپيلیون بناپارت په اړه ويل شوي چې هغه له مرګ ویره نه درلوده، ځکه چې خپل ځان يې د خدای غوره او تل پاتې شخصيت ګاڼه. په دې ترتيب هغه به تل د جګړې پر وخت د خپلو سرتيرو څخه مخکې روان وو. د اتلانو د بنسټ ډبرې پرستۍ کلتور چې د ناپيليون له خوا رايج شوی، په ايټالیا کې د اتریشيانو پر ضد د ۱۷۶۹ کال درې ورځنۍ جګړې څخه دی.
ستره مینه
ژوزفین بوهارنه د ناپيليون میرمن یا د فرانسې ملکه وه. نوموړې له ناپيلیون څخه شپږ کاله مشره وه. که څه هم ناپيليون پر بوهارنه باندې لیونی عاشق شوی وو خو هغې ورڅخه طلاق واخیست. د هغې پخوانی خاوند جنرال الکساندر دي بوارنیه وو. د فرانسې دغه وخت ته د ترور زمانه هم وایي چې د ګیوتن دستګاه په ذریعه اعدامونه په کې کيدل. بوهارنه خپل پخوانی میړه د ګیوتن دستګاه پورې تعقیب کړ، خو په نهایت کې سره جلا شول.
مصر ته سفر
ناپيليون تر خپل واده کاله وروسته په ۱۷۹۸ کې د انقلابي حکومت د حکم پر اساس د خپل بدنامه مصري سفر عزم وکړ. په نیل کې د هغه مبارزې بریالۍ شوې. هغه بریالی شو چې مصر د عثمانيه امپراطورۍ څخه خلاص خارج کړي.
انقلابي سړی
ناپليون باندې د یو ځواکمند شخصیت حساب کېده چې کولای يې شول فرانسه له بدبختۍ څخه وژغوري. هغه په ۱۷۹۹ کال کې هغه د یوې کودتا له لارې واک تر لاسه کړ او د انقلاب اعلان يې وکړ. هغه خپل ځان جمهوري ریاست د لومړي قونسل په توګه انتخاب کړ او د قضا، پوځ او زده کړو په سکتورونو کې اصلاحات پيل کړل.
امپراطور ناپلیون
د هغه له پاره لومړنی قونسل کافي نه وو. هغه په ۱۸۰۴م کال کې ځان امپراطور اعلان کړ. ناپلیون حتی د پاریس ښار په نامتو کلیسا نوتردام کې په ناببره توګه د پاپ له سره تاج واخیست او په خپل سر يې کيښود.
اروپا سره په جګړه کې
د ناپلیون جګړیزو مبارزو د فرانسې خزانې ته پیسې پمپ کړې. هغه تر ۱۸۱۵ کال پورې د اتریش، پروسیا، روسيې، بریتانيا او د هغو د متحدانو پر ضد دوامداره جګړې وکړې. هغه ټوله اروپا په شا کړه. د رومیانو ۹۰۰ کلنې مقدسې امپراطوري هم سقوط وکړ. د ايټاليا د روم او د آلمان د کولن په څير ښارونه فرانسه کې ورګډ شول.
د ماتې پيل
په ۱۸۱۲ کال کې پر روسیه باندې د ناپلیون یرغل د هغه د ناکامۍ پيل سبب وګرځيد. کله چې د هغه عسکر مسکو ته ورسيدل نو له يو متروکه يا پريښودل شوي ښار سره مخ شول. د هغه قوا ډير ژر په سوړ ژمي کې له منځه ولاړل. ډير لږ شمیر عسکر په دې بریالي شول چې بیرته فرانسې ته ستانه شي.
ناپيلون د ماتې منل
په مسکو کې د ناپلیون تر ماتې وروسته، تزار روسیې له پروسیا او اتریش سره خپل اتحاد اعلان کړ. چې بیا په لیبزیک کې د ۱۸۱۳ کال د «ملتونو په جګړه» کې سره مخ شول. ناپلیون په دغې جګړه کې خپله ماتې ومنله.
د واتریلو جګړه
د ناپلیون تر ماتې وروسته، ګټونکو قدرتونو د ويانا کانګریس راوباله تر څو د اروپا پوځي اتحادونو ته بیا سازمان ورکړی او د واک توازن رامنځ ته کړي، خو فرانسويان په ناڅاپي توګه بیا راڅرګند شول او جګړه پيل شوه. هغه لومړۍ جګړه وګټله خو د بلجیم په واترلو کې د انګلیسي جنرال (the Duke of Wellington) ځواکونو له خوا له وځپل شو.
سنت هلن کې جلا وطني
بریتانیا تر هغه وروسته ناپیليون د سويلی انتلانتیک په منځ کې د سنت هلن جزیرې ته تبعید کړ. دغه انځور د ۲۰۱۲م کال دی. فرانسوي جنرال تر هغه وروسته بیا ونه توانید چې متحدان بیا حیران کړي. ناپيليون همدغه ځای کې د ۱۸۲۱م کال د می په ۵مه د ۵۱ کلونو په عمر مړ شو. احتمالا هغه د معدې د سرطان له کبله مړ شو.