پر ناګاساکي د اټومي بم د غورځول کیدو ۷۷ کاله پوره شول
۱۴۰۱ مرداد ۱۸, سهشنبهپه جاپان کې د امریکا د اټومي برید د قربانیانو یادونه وشوه. په دې غونډه کې ګډونوالو په نړۍ کې د اټومي وسلو د بشپړ له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
په اوکراین کې د روسیې د اټومي وسلو د کارولو د احتمال په اړه د نړیوالو اندېښنو له امله، د ناګاساکي ښاروال، تومیهیسا تاو د سه شنبې په ورځ جوړې شوې غونډه کې له سترو قدرتونو وغوښتل چې د اټومي وسلو د له منځه وړلو له پاره معلومې لارې ومومي.
د ۱۹۴۵م کال د اګست پر نهمه نېټه له غرمې مخکې ۱۱:۰۲ دقیقې د جاپان په ناګاساکي ښار کې د امریکا د متحده ایالاتو اټومي بم چې د «فټ مین» یا چاغ سړي په نوم یادیده، استعمال شو.
په دغه برید کې څه د پاسه اویا زره کسان ووژل شول او اویا زره نور ټپیان شول.
درې ورځې وړاندې له دغه بم د اګست پر نهمه د امریکا متحدو ایالتونو د هیروشیما ښار په ورته اټومي برید کې ویجاړ کړ. د هیروشیما او ناګاساکي له ویجاړولو وروسته، د جاپان امپراتوري د ۱۹۴۵ کال د اګست پر ۱۵ تسلیم شوه.
له دغو اټومي بریدونو وروسته هیروشیما او ناګاساکي د هغو دوو ښارونو په توګه چې د اټومي بمونو په واسطه ویجاړ شوي وو، په ټوله نړۍ کې د سولې د سمبولونو په توګه وپیژندل شول.