مشهورې مسلمانې امريکايي ماډلې ولې ماډلينګ پريښود؟
مشهوره مسلمانه امريکايي ماډله، حليمه عدن وايی چې د خپلو ديني عقایدو پر اساس، نور ماډلینګ پريږدي. هغې ويلي دي چې د کرونا وبا پر وخت ورته معلومه شوه چې دغه مسلک يې عقايد په خطر کې اچوي.
لومړنۍ حجاب لرونکي ښځه
حلیمه عدن، لومړنۍ ښځه ده چې په امريکا کې يې د حجاب سره د «مينه سوتا» د ښايست په سيالۍ کې ګډون وکړ.
مشهوره ماډله او معتبرې مجلې
دغه ۲۳ کلنه مشهوره مسلمانه ماډله چې په خټه سوماليايۍ ده، انځورونه يې د نړۍ په معتبرو مجلو کې چاپيدل.
مسلمانه ماډله او بورکيني جامې
حليمه عدن چې د مهاجرت سابقه لري، تيرکال د لباسونو د موډ او فیشن په يوې مجله کې د بورکيني يا د لامبو وهلو په جامو کې راڅرګنده شوې وه.
ټولو ښځو ته يو پيغام
عدن هغه مهال ويلي وو چې د هغې دغه انځور ټولو ښځو ته يو پيغام دی چې له «ظاهر او مختلفو شاليدونو سره هم کولای شي د يو بل تر څنګ و اوسي او وستايل شي.» بورکيني د لامبا هغه ډول جامې دي چې ټول بدن په کې پټ وي.
جالبه پريکړه
هغې پر خپل انستاګرام ليکلي چې د قرنطين پر وخت ورته معلومه شوه چې ځينې وخت د خپل کار له پاره يې د حجاب په دليل څرنګه چې په کار ده درناوی يې نه دی شوی.
نور د مود او فیشن صنعت ته نه ورګرځم
عدن په خپل دغه پيغام کې ليکلي دي: «بلاخره د مور ټينګار او غوښتنې مې سترګې راخلاصې کړې. زه نور د مود او فیشن صنعت ته نه ورګرځم.»
له کرونا څخه مننه؟
ميرمن عدن زياته کړې ده: «مور مې له ډير وخت مخکې راته ويل چې موډلینګ پريږدم. کاشکې دومره له خپل ځانه راضي نه وی. زه له کرونا څخه مننه کوم چې سبب شوه دغه صنعت پريږدم. زه پوه شوم چې د حجاب په تړاو مې چيرته او چيرته تيروتنې کړې دي.»
ګمراه شوې وم!
هغې په دغه پیغام کې دا هم ليکلي، احساس کوي چې ځينې وخت د خپلې دندې د ترسره کولو پر وخت «ګمراه شوې وم.»
د ملامتۍ احساس
حليمې عدن ويلي دي چې د موډلينګ کار د هغې له مذهبي عقایدو سره په مغايرت کې قرار لري، او تل ځان ګرم بولي چې دغه ډول يو کار يې انتخاب کړی وو.
ډیره ناهيله شوې وم
عدن پرانستاګرام له خپل يو انځور سره چې په حجاب کې دی، ليکلي دي: «هغه وخت ډيره ناهيلې شوې وم او نور مې نه شو کولای د چا استازيتوب وکړم. ځان مې ورک کړی وو او هغه څه چې وم ورڅخه لرې شوې وم.»
مود او حجاب
حليمه دغه راز ليکي: «واضح خبره ده چې زه بايد له صحنې څخه وتلی وی، ځکه چې د ښځو د مود طراحان اصلا حجاب ته د يو مود په سترګه نه ګوري.»
له مهاجرته تر ماډلینګ پورې
حلیمه په کینيا کې د مهاجرو په يوه کمپ کې زيږيدلې ده. هغه ۷ کلنه وه چې له خپلې کورنۍ سره د امريکا متحده ايالاتو ته مهاجره شوه. هغې بلاخره د موډ او فیشن نړۍ ته مخه کړه او د امريکا يوه مشهوره ماډله شوه.
ډيرې صحنې
میرمن عدن نه يوازې په امريکا کې د ښایست په سياليو کې ګډون وکړ، بلکې په ايټالیا او څو نورو هيوادونو کې د ماډلينک پر سور فرش هم وګرځيده. هغه چې د خپل کار پر وخت تر ډيره په جامو کې پټه راڅرګنديده، ځان يې «د مسلمانو ښځو يوه بيلګه» ګڼله.
مخه ښه کول
دغې مشهورې مسلمانې امريکايي ماډلې د دې له پاره چې ديني عقاید يې زیانمن شوي نه وي، د موډلينګ له نړۍ څخه مخه ښه وکړه.