1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

اِم پاکس: د روغتیا نړیوال سازمان باید مرستې تنظيم کړي

۱۴۰۳ مرداد ۲۵, پنجشنبه

په افریقاکی د اِم پاکس د ویروس او د یوه احتمالي خطرناک ډول د خپریدو څو پیښي کارپوهان اندیښمن کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) یې په وړاندي اقدام کولو ته مجبور سوی دی.

https://p.dw.com/p/4jVZJ
د ام پاکس ويروس تر مايکروسکوپ لاندې
ام پاکس بېل ډولونه لريانځور: NIAID via AP/picture alliance

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افریقایي هیوادونو کي د اِم پاکس د ناروغۍ د رامنځته کیدو له امله « د نړیوالي اندیښنې وړعامي روغتیا بیړنی حالت» اعلان کړی دی. دغه خبره د نوموړي سازمان مشر، تیدروس ادهانوم گیبریسوس د چارشنبه په ورځ (د اگست ۱۴مه) په ژنیو کی د روغتیا د نړیوال سازمان په غونډه کی څرگنده کړه. تیدروس وویل، د روغتیا نړیوال سازمان  به په راتلونکو ورځو او میاشتو کی له ټولو اغیزمنو هیوادونو سره د نیژدې گډ کار له لاري د نړیوالو متقابلو اقداماتو په هکله همږغي وکړي.

د دغي سرمشریزي مشر، دیمي اوگوینا خبر ورکړی چی ۱۵ کسیزي بیړنۍ کمیټې په یوه خوله پریکړه وکړه چي د خبرداری تر ټولو لوړه کچه اعلان کړي. نوموړی نایجیریایي، د ویروسي ناروغیو ډاکټر او متخصص دی.

تیدروس په ژنیو کي تر سرمشریزي مخکی وویل:« موږ په بیلابیلو هیوادونو کي د وبا د مختلفو ډولو سره مخامخ یو.» د روغتیا د نړیوال سازمان  د مشر په خبره، د هغوی د سرایت کولو لاري او خطرونه هم یو له بل سره ډیر توپیر لري. دغه ویروس د تڼاکو له کلاسیک ویروس سره تړاو لري. هغه تر ټولو د مخه د بدن پر پوستکي تڼاکي رامنځته کوي ، همدارنگه تبه او د عضلاتو دردونه هم ورسره وي.

تيدروس ادهانوم گيبريسوس د نړيوالې روغتيا ۷۷مې غونډې ته د وينا پر مهال
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر، تیدروس ادهانوم گیبریسوسانځور: Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images

 په تیره بیا د 1b ډول یې کارپوهان اندیښمن کړي چی په اوس وخت کی په ځینو افریقایي هیوادونو کی مخ په پراخیدو دی. د روغتیا د نړیوال سازمان د اضطراري کمیټې د سلامشورو په پیل کي، تیدروس خبر ورکړ چي په بوروندي، کینیا، رواندا او یوگندا کي چي مخکي له اِم پاکس څخه نه وه اغیزمن سوي، د جولای راهیسي په مجموعي ډول د 1b ویروس شاوخوا ۹۰ پیښي ثبتي سوي وې.

دروغتیا د نړیوال سازمان په حواله د ویروس دغه ډول د ناروغۍ سخت بهیر او د مړینو د ډیرو پیښو سبب کیږي. او د 1b ډول یې کیدای سي د مخکیني ډول په پرتله په آسانۍ سره د جنسي اړیکو په گډون د عادي نیژدې تماسونو له لاري خپور سي.

د دغه ویروس معمولي علایم، پر ټول بدن د تڼاکو راڅرگندیدل دي. د هغه تر څنگ تبه هم رامنځته کیږي.

په تیره بیا د کانگو ډیموکراټیک جمهوریت ډیر اغیزمن سوی

د اِم پاکس د تازه ویروس له خپریدو څخه د کانگو ډیموکراتیک جمهوریت په ځانگړي توگه اغیزمن سوی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله د مرکزي افریقا په دغه هیواد کی په روان کال کي څه د پاسه ۱۴ زره پیښي ثبتي سوي دي. د نوموړي سازمان په حواله ۵۲۴ انسانان ددغه ویروس له امله مړه سوي دي. تیدروس وایي چي دغه رقم د ټول ۲۰۲۳ کال په پرتله ډیر دی. د کانگو ډیموکراټیک جمهوریت حکومت د جولای په میاشت کي د پیښو په شمیر کي له فوق العاده زیاتوالي څخه خبره کړې ده.

د اونۍ په پیل کي لا د افریقا روغتیایي چارواکو د نوموړي لویي وچی له پاره د اِمپاکس د ویروس د خپریدو اضطراري حالت اعلان کړ. سربیره پردې خبرداری ورکول سوی دی چی دغه ویروس په چټکۍ سره د خپریدو په حال کي دی. تر اوسه پوري په روان کال کي په دغه لویه وچه کي څه د پاسه ۱۸ زره پیښي ثبتي سوي دي. دا په دې معنی چی د تیر کال همدغه وخت په پرتله ۱۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په مجموعي ډول د دغي ناروغۍ په هکله له ۱۳ هیوادونو څخه رپوټ ورکول سوی دی.

په افریقا کی د واکسین د کافي دوزونو کمښت

د ویروسي ناروغیو په وړاندي مبارزه کي دوه ډوله واکسیونونه موجود دي. خو د روغتیا له نړیوال سازمان څخه، تیم نگیوین وایی چي په تیره بیا افریقا کي په کافي اندازه د واکسین دوزونه نسته.

د ام پاکس واکسينو په پراخه اندازه توليد زياتو پيسو ته اړتيا لري
د اِم پاکس واکسینانځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

نوموړي په مشخص ډول واضح کړه چی د واکسین  د MVA-BN- ډول څخه، دوه ډوله یې د پیریدلو له پاره موجود دي. که قوي فرمایشونه موجود وي، کیدای سي د کال تر پایه پوري نور ۲،۵۰۰ میلیونه هم تولید سي. د روغتیا نړیوال سازمان له بسپنه ورکوونکو هیوادونو څخه غوښتنه کوي چی د هغه له پاره پیسې آماده کړي. همدارنگه یې له هغو هیوادونو څخه هم د واکسین د دوزونو د ورکولو غوښتنه کړې چي هغه یې ذخیره کړي دي.

د LC16 په نوم د واکسین دوهم ډول په جاپان کي تولیدیږي، خود نگیوین په خبره نه په تجارتي ډول. له بلې خوا جاپان تل د بسپنې د ورکولو په برخه کي ډیر سخاوتمند دی.

اروپایی ټولني اعلان کړی چي د MVA-BN د واکسین، پوره ۱۷۵ زره دوزه به په اختیار کي ورکړي. د

Bavarian Nordic په نوم د دوا جوړولو ډنمارکي آلماني تولیدونکي شرکت غوښتل ۴۰ زره دوزه د بسپني په ډول ورکړي.

GP/AA/DW.Online