د ۲۰۲۴م کال تر ټولو اغیزمنوونکي انځورونه
په دغه کال کې د ویجاړونکو سیلابونو او زلزلو ترڅنګ ډیر شمیر کلتوري پروګرامونه او مراسم هم ترسره شول چې له دې ډلې د پاريس المپیک سیالیو د پرانیستي مراسم هم ډیر په زړه پورې ول.
جاپان: په کانازاوا کې ویجاړ شوي کورونه
جاپانیانو ۲۰۲۴ کال له ویجاړیو سره پیل کړ. د زلزلو یوې شدیدې لړۍ د هیواد مرکز ولړزاوه او یو سونامي هم د هیواد له لویدیځ ساحل سره وجنګیده. د دې په پایله کې په لسونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. جاپان د پاسفیک په حلقه کې واقع دی، چیرې چې تکتونیکي صفحات یو بل سره ټکر کوي او په پایله کې یې پرله پسې زلزلې او په اورشېندو کې چاودنې رامنځته کیږي.
د شوګر لوف غرونو مخته نمایش
هنرمنده راکیل پوټي، ډیری وختونه د توجه په مرکز کې ځای نیسي او په دوامداره توګه د برازیل د ورځپاڼو او رسالو سرلیکو ته ښکلاء وربخښي. پوټي د ۲۰۱۴ کال په فیبرورۍ کې د برازیل د ریو دي جینیرو ښار په مشهور کارنیوال کې هم خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.
په لندن کې د بینکسي نوی هنري اثر
د مشهور بریتانوي رسام بینکسي یوه نوې رسامي د مارچ په میاشت کې د لندن په آیلنګټن سیمه کې ولیدل شوه. په زرغون رنګ کې دغه لویه رسمي د یوې ونې شاته پر یوه دیوال پنځول شوې وه. بینکسي په خپل انستاګرام کې تایید کړه چې دا د هغه له خوا پنځول شوې رسامي ده. له بده مرغه له سپین رنګ سره دغې رسامۍ ته زیان اړول شوی چې د رسامۍ د هنر مینه وال یې خواشینې کړي دي.
د بنګ پر نوي قانون خوشحالي
د ۲۰۲۴م کال د اپریل په لومړۍ نیټه د بنګو د استعمال قانوني کولو پریکړې ملاتړ کوونکي په برلین کې د برانډنبرګ دروازې مخې ته خپله خوښي څرګنده کړه. دغه قانون بالغو کسانو ته تر ۲۵ ګرامه پورې د وچ بنګ ساتلو او یا په خپل کور کې د بنګو د درو بوټو د کرلو اجازه ورکوي. د دې جشن د لمانځلو له پاره هلته د بنګو یو لوی مصنوعي بوټی هم درول شوی و.
په اتن کې د صحرا ګرد یا دوړې
په اپریل میاشت کې که له یوې خوا د پلازمېنې اتن اسمان سور او په زړه پورې ښکاریده، له بلې خوا خلکو ته یې روغتیايي ستونزې هم پيدا کړې. د دې ښار په فضا کې د صحرا ګرد یا دوړو تنفسي ناروغۍ وزیږولې. په روغتونو کې د داسې ناروغانو شمیر زیات شو چې په سا اخیستلو کې یې د ستونزې، ټوخي او سینې درد په څیر شکایتونه درلودل.
په سویلي برازیل کې شدید سیلاب
په برازیل مخکې تر دې هیڅ کله هم دوه ډیر د سیلاب اوبه نه وو لیدل شوي. د اپریل په پای کې د برازیل په سویلي ایالت ریوګرانډي دو سول، کې شدید سیلابونه راغلل چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۸۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه سیلاب د برازیل د تاریخ تر ټولو خراب سیلاب وبلل شو.
د فلاور مون په زړه پورې ننداره
ډیری خلک په می میاشت کې د «فلاور مون» په لیدلو حیرانه شول. دې ته فلاور مون ځکه ویل کیږي چې دا اکثره د پسرلي په موسم کې راڅرګندیږي. د بشپړې سپوږمۍ ننداره په ځانګړي توګه په اتن کې د پوسیډن د لرغوني معبد دپاسه ډیر په زړه پورې معلومیده.
په پاریس کې د المپیک سیالۍ
پاریس په خپلو مختلفو مشهورو ځایونو کې د المپیک لوبو کوربه توب په ډیرو شاندارو مراسمو ترسره کړ. دا لومړی ځل وو چې د المپيک د سیالیو د پرانیستې مراسم په کوم سټیډیم کې ترسره نه شول. د دې پر ځای لوبغاړي د لوور موزیم او ایفل برج ترڅنګ د رسم ګذشت په شکل کې په کښتیو کې ولیږدول شول.
په تاهیټي المپيک کې د سرفنګ شاندار انځور
عکاس جیروم برویې په تاهیټي کې د سرفنګ د یوې سیالۍ پر مهال شاید د روان کال د المپیک سیالیو یو تر ټولو ښایسته انځور اخیستی وي. نوموړي د برنزو مډال ګټونکی برازیلی سرفر ګابریل مدینا هغه وخت د کامرې په سترګه کې محفوظ کړ، کله چې هغه د سمندرې د یوې څپې د پاسه په فضا کې و.
په درسدن کې د کارولا پُل نړیدل
د المان په ختیځ درسدن ښار کې په سپتمبر کې هغه وخت یوه ډراماتیکه صحنه ولیدل شوه، کله چې د کارولا پُل یوه برخه ونړیدله. د دې پل نږدې ۱۰۰ متره برخه د ایلبی سند ته ولویدله او له نیکه مرغه په دې پيښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
په هسپانیا کې د پیړۍ تر ټولو ستر سیلاب
د اکتوبر په ۲۹ د هسپانیې په سویل ختیځ کې په ۲۴ ساعتونو کې دومره زیات باران وشو، څومره چې په عام ډول په یوه کال کې هلته کیږي. باران د والینسیا د دې کوڅې په څیر ویجاړونکی وضعیت رامنځته کړ چې په پایله کې د ۲۳۰ تنو د مړینې او سختو مالي تاوانونو سبب شو. پر چارواکو تور ولګول شو چې پر وخت یې د سیلاب په اړه خبرداری نه و ورکړی.
په فیلپين کې د طوفان لړۍ
په فیلپين کې په یوه میاشت کې شپږ واره شدید طوفانونه راغلل چې له دې ډلې په نومبر میاشت کې د سوپر ټایفون (مان یې) یادونه کولی شو. نږدې ۱۴ متره لوړې څپې د دې ټاپویي هیواد له ساحلونو سره وجنګیدل. تیزو بادونو او شدیدو ورښتونو سخت زیانونه واړول او یوازې په لوزون ټاپو کې ۱،۲ میلیونه انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول. د توپانونو په دې لړۍ کې لږ تر لږه اتو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.