"له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پریکړه بشري سرغړونه ده"
۱۴۰۲ آبان ۶, شنبهد بخښنې نړېوال سازمان تازه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ناقانونه کډوالو ته د راتلونکي نوامبر لومړی نېټې ضرب الاجل څخه وروسته په دغه هېواد کې تر ۱،۴ میلیون څخه ډېر بې اسنادو افغان کډوال هم د بیړني اجباري اخراج خطر سره مخامخ دي.
دغه سازمان په خپل بیان کې زیاته کړې: «دا د هغوی له بشري حقونو څخه سرغړونه ده، د هغوی خوندېتوب، هوساینې او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي برخو کې جدي اندېښنې شته.»
د بخښنې نړېوال سازمان پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې له دوی سره یوځای شي، تر څو له پاکستان وغواړي چې ژر تر ژره دا پریکړه بیرته واخلي او د بشري حقونو نړېوال قوانین رعایت کړي.
پاکستان په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو د ډېرو افغان کډوالو کوربتوب کړی، چې د قانوني کډوالو سربیره نیږدې ۱،۷ میلیونه افغانان هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د پاکستان سرپرست حکومت خبرداری ورکړی چې پریکړه یې پرځای ده او رپوټونه وايي چې د پاکستان حکومت د ناقانونه کډوالو د ستنولو لپاره مرکزونه جوړوي.
هلته اوسېدونکي افغانان وايي هغوی وار له مخه د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند، نېولو او ځورولو سره مخامخ دي.