د سربستان او بوسنیا پر پوله د کښتۍ ډوبیدو ۱۰ کسان مړه کړي
۱۴۰۳ شهریور ۲, جمعهد پنجشنبې په ورځ بوسنیايي چارواکو د بوسنیا او سربستان پر پوله د ډرینا په رود کې د کډوالو د انتقال د یوې کښتۍ د ډوبیدو تر پیښې وروسته لس جسدونه موندلي دي. چارواکو ویلي دي چې په مړه شويو کسانو کې ماشومان هم شامل دي او دا چې یو شمیر کسان تر پیښې وروسته لادرکه دي.
د پولیسو په خبره په دغه کښتۍ چې د سربیا په لجوبویا سیمه کې ډوبه شوې، تر ۲۰ ډیر کډوال سپاره ول چې ځانونه یې د بالکان له دغې لارې اروپا ته رسول. د سربیا د کورنیو چارو وزیر ایویتسا داچیچ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: «د کورنیو چارو وزارت مامورينو د شاوخوا ۹ میاشتني ماشوم جسد موندلی دی. له بده مرغه دغه ماشوم د ډوبې شوې کښتۍ لسم قرباني دی.»
یاد وزارت په خپره شوې اعلامیه کې زیاته کړې ده چې د دغه لس میاشتني ماشوم د مور جسد د رود په یوه بله څنډه کې موندل شوی وو او زیاتوي چې د ډوبې شوې کښتۍ یو شمیر سپرليان لا هم لادرکه دي.
په عین وخت کې د بوسنیا چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې سمدلاسه نه شي کولی چې د پیښې د قربانیانو هویت روښانه کړي.
د سربستان د حکومت په حواله، د ۲۰۱۵م کال د کډوالو د کړکیچ پرمهال له دغې لارېتر میلیون زیات ناقانونه کډوال چې زیاتره یې د آسیايي هیوادونو وګړي ول، ځانونه اروپاته رسولي دي. د سربیا د حکومتي شمېرو له مخې په دغه موده کې له دې لارې زیاتره تیریدونکي کسان د سوریې، افغانستان، ترکیې، مراکش او پاکستان اتباع ول.
په وروستیو کلونو کې بیا له دغې لارې اروپا ته د تلونکو ناقانونه کډوالو د تګ شمیر په بې ساري توګه را لویدلی دی. د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د دغه هیواد پولیسو له دغې لارې شاوخوا ۱۰ زره او ۳۸۹ د ناقانونه کډوالو د تیریدو پیښې ثبت کړي دي، چې د تیر کال په پرتله ۷۰ سلنه کمښت ښيي.
خ.ح / ن.ز