د طالبانو او سعودي عربستان اړیکې ولې بل ډول شوې؟
۱۴۰۰ شهریور ۹, سهشنبهپخوا به عربستان او طالبانو ګډ کار کاوه، خو نن پر ستونزمنو پخوانیو مناسباتو سربیره، له سیاسي او فرهنګي نظره هم یو له بل سره توپير لري.
کله چې طالبان له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې پر افغانستان واکمن ول، عربستان یو له هغو درو هیوادونو څخه و چې »اسلامي امارت« یي په رسمیت پيژندلی و. پاکستان او متحده عربي امارات دوه نور هیوادونه ول چې د طالبانو حکومت یي په رسمیت پيژندلی وو.
د طالبانو له پاره له سعودي عربستان سره اړیکې یې کلونه پخوا تر هغې ډېري مهمي وې. د بیلګې په توګه سعودي عربستان په پاکستان کې افراطي مدرسې تمویلولې چې وروسته بیا د طالبانو تحریک هم له هم هغه ځای څخه شکل ونیوه.
طالبان سني مذهبه او د دیوبندي مکتب یا مسلک پيروي کوي او سعودي عربستان چې اکثریت یي سني مذهبه دي د وهابیت د مسلک پیروي کوي. دواړه مکتبونه یا طریقې له اسلامي شریعت څخه افراطي او محافظه پاله تعبیرونه لري.
د اسلام دفاع
په ۱۹۸۰ لسیزه کې کله چې پخواني شوروي افغانستان اشغال کړ، عربستان د هغو جنګیالیو چې مجاهدین بلل کیدل ملاتړ وکړ. عربستان دغه ملاتړ د متحده ایالاتو او پاکستان په همکارۍ کاوه.
امریکایان هلته ول، څو د کمونیزم پر وړاندې وجنګیږي او سعودي د اسلام د دفاع په نامه د جنګیالیو ملاتړ کاوه. باور کیږي چې هر یو له دغو دواړو هیوادونو څخه تر څلور میلیارده ډالرو ډیرې پيسې له شوروي سره د مبارزې له پاره په افغانستان کې مصرف کړلې.
وروسته له دې چې پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۹۰ لسیزه کې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وایستل، عربستان د طالبانو له پاره، په ځانګړي توګه د مالي ملاتړ په برخه کې یو مهم متحد وو.
سعودي عربستان د ملګرو ملتونو سازمان د هغو هیوادونو په لیست کې شامل وو چې طالبانو ته یې وسلې ورکولې او پر دغې ډلې يې د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز مخه نیوله.
په هر حال، په ۲۰۰۱م کال کې د القاعده ترهګرې شبکې له خوا د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته چې په پایله کې یي تر ۳ زرو ډېر کسان ووژل شول، له طالبانو سره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په مناسباتو کې جدي تغیرات رامنځته شول.
د تروریزم پټنځای
عربستان له ۱۹۴۰م کال راهیسې له امریکا سره دیپلوماتیکې اړیکې لري او متحده ایالات په امنیتي او اقتصادي برخو کې د سعودي د شاهي نظام یو له مهمو متحدینو څخه دی.
په ۱۹۹۸م کال کې سعودي عربستان له طالبانو غوښتي ول چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن چې د سعودي تبع و او په هغه وخت کې په افغانستان کې و، بیرته دوی ته وسپاري، خو طالبانو دغه غوښتنه رد کړې وه.
د طالبانو دغه نافرماني د دې سبب شوه چې د سعودي او طالبانو اړیکي په شدید ډول زیاتمنې او په سعودي عربستان کې د دغې ډلې د مالي سرچینو مخه ونيسي.
د »سپټمبر د یوولسمې پيښې« دغه اتحاد مات کړ او سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په هم هغه میاشت کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان سره خپلې اړیکې پرې کړې. سعودي عربستان پر طالبانو تور ولګاوه چې تروریستانو ته په پناه ورکولو سره یې اسلام بدنامه کړی دی.
په آلمان کې د امنیتي چارو د نړیوال انستیتوت کارپوهان د ۲۰۱۳م کال په یوه څیړنه کې لیکلي ول چې اوس هم لا له طالبانو سره د حکومتونو، دیني لوبغاړو او انفرادي اشخاصو پټې اړیکې موجودې دي. دوی زیاته کړې وه: «داسې باور کیږي چې تمویلونکي [سعودي] په شدت سره له شبکو استفاده کوي او د مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ د دوران له پخوانیو عواملو میکانیزمونو څخه کار اخلي.»
سعودي بیرته نه ستنیږي
نن سعودي عربستان په رسمي ډول له خپلو پخوانیو متحدینو څخه واټن نیسي. که څه هم دغه هیواد د طالبانو او افغانستان د پخواني حکومت ترمنځ د سولې مذاکراتو یو بالقوه منځګړی هیواد بلل کیده، خو د فارس خلیج په څنډه کې یوه کوچني هیواد (قطر) له تیرو څو کلونو راهیسې دغه رول پر غاړه اخیستی دی.
په روانه میاشت کې کله چې طالبانو د افغانستان د پلازمېنې کابل کنترول پخپل لاس کې ونیو، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه محتاطانه اعلامیه خپره کړه: «د سعودي پادشاه له هغې پریکړې، چې د افغانستان خلک یي بې له مداخلې ونیسي، ملاتړ کوي.»
کارپوهانو دویچه ویله ته ویلي چې داسې ښکاري چې عربستان له خپلو پخوانیو متحدینو یعنې طالبانو سره خپل روابط په بیړه له سره نه پيلوي. د امریکا او سعودي اړیکې مهمې پر ځای پاتيږي او په سعودي عربستان کې په فرهنګي برخه کې رامنځته کیدونکي تغیرات هم دلته نقش لري.
د سعودي عربستان جنجالي ولیعهد محمد بن سلمان هڅه کوي خپل هیواد مودرنه کړي او د یوې خلاصې او لیبرالې ټولنې رامنځته کول په نورو هیوادونو کې د افراطي اسلامپاله ډلو ملاتړ نه شي ترلاسه کولی.
په هندوستان کې د «ناظره څیړونکو بنسټ» تحقیقاتي مرکز یو غړی کبیر رانجا تیره میاشت په یوه مقاله کې لیکلي ول چې د افغانستان بحران د [عربستان له پاره یوه جدي داخلي ننګونه] ګڼل کیږي. نوموړي زیاته کړې وه: «ریاض به په مکه کې د راتلونکو پانګونو د ګټو ساتلو په موخه هڅه وکړي ډاډ ترلاسه کړي چې یو وار بیا د هغو جنګیالیو په پټنځای بدل نه شي چې افغانستان ته ور ننوځي او یا ترې وځي او یا دا چې د افراطي فعالیتونو په تمویلوونکي بدل نه شي.»
سیمه ايز تقابل
نن د افغانستان ګاونډی هیواد ایران له طالبانو سره نږدې اړيکې لري؛ هغه هیواد چې له مذهبي پلوه له دغې ډلې سره توپير لري او د شعیه ګانو د حکومت حکم په کې چلیږي. د «منځني ختیځ انیستیتوت» تحقیقاتي مرکز یو غړی چې په واشنګټن کې اوسیږي وایي: «د تهران او طالبانو ترمنځ د تکتیکي تفاهم په هکله ډیر رپوټونه موجود دي.»
نوموړي زیاته کړه: «دا د طالبانو د پخواني رژيم له کړنو سره په بشپړ ډول په تضاد کې دی چې د ایران د اوږدې زمانې له رقیب سعودي عربستان څخه یي ملاتړ ترلاسه کاوه.»
د تکزاس د «بیکر» په انستیتوت کې د منځني آسیا د چارو کارپوه کریستین کوتس اولریکسن وویل: «سعودي عربستان به لږ تر لږه له ایران سره د سمیه ایز تقابل په خاطر افغانستان په قسمي ډول تر نظر لاندې وساتي.»
نوموړي زیاته کړه: «په راتلونکو ورځو او اونیو کې به ایراني او سعودي چارواکي یو د بل تحرکات په دقیق ډول وڅاري.»
نوموړي دویچه ویله ته وویل: »ممکن دی چې په سعودي عربستان کې د دیني شبکو او روحانیونو له خوا له طالبانو سره «غیر رسمي اړیکې» موجودې وي، خو د طالبانو رسمي ملاتړ او یا د دې ډلې په رسمیت پيژندل به و نه شي.«
د سپټمبر د یوولسمې کلیزه
کوتس زیاته کړه: «سعودي کولی شي له نړیوالو شریکانو او نورو اړخونو سره له هم غږۍ او شفافیت څخه په استفادې خپلې مالي مرستې افغانستان ته ورکړي.» نوموړي زیاته کړه: «هغه څه چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰م لسیزو کې رامنځته شول د هغه یوه تاریخي انځور ورکول، کولی شي له امریکا سره د سعودي د اړیکو په ښه والي کې بریالیتوب، چې لا دمخه د بایډن ادارې په رامنځته کیدو سره له ننګونو سره مخامخ شوی و، کمزوری کړي.»
په برلین کې د علم او سیاست له بنسټ څخه د منځني ختیځ د چارو مشر څارونکی ګویدو شتاینبرګ، دا نظر تائیدوي: «عربستان په اوس وخت کې په سختۍ سره په دې هیواد کې نمایندګي لري او په دې وروستیو کې یي په سختۍ سره د طالبانو ملاتړ کړی دی.»
نوموړي دویچه ویله ته وویل: «سعودي عربستان به یو وار بیا په افغانستان کې حضور پيدا کړي چې یوازې په څو نورو کلونو کې به اغیزې ولري.»
لس ورځي وروسته به د سپټمبر د یولسمې د بریدونو د شلمې کلیزې یاد ولمناځل شي. کوتس اولریکسن په پای کې وویل: «په زیات احتمال سره د سعودي چارواکي غواړي اوسمهال د خلکو پام ور وا نه وړي، هسې نه چې له طالبانو سره هر ډول تعامل د هغې دورې خاطرې را ژوندۍ کړي، کوم چې د سعودي د اوسني تصمیم نیونکو نسلونو ډیر لږ شمیر یي ارزونې ته لیوالتیا لري.»
شایر کاترین: ش.ن/ ن.ز