اروپايي ټولنې ميټا شرکت ۱،۲ ميليارده يورو جريمه کړی
۱۴۰۲ خرداد ۱, دوشنبهد اروپايي ټولنې د ډيټا يا معلوماتو د ساتنې دفتر د دوشنبې په ورځ وويل چې پر ميټا شرکت ځکه دومره لوړه جريمه لگول شوې چې دغه شرکت د اروپايي اتحاديې د کاروونکو د معلوماتو په تړاو د يوې معتبرې اروپايي محکمې له پريکړې په څو ځلي او پرله پسې سرغړونه کړې ده.
اړونده موضوع:د فيسبوک اصلي شرکت ميټا په لويي جريمې محکوم شو
ميټا شرکت چې د فیسبوک او انستاگرام مالک دی، امريکا ته د اروپايي کاروونکو د ډيټا يا معلوماتو د انتقال له کبله ۱،۲ميليارده يورو جريمه شوی دی.
د خپل ډول تر ټولو ستره جريمه
د اروپا د معلوماتو د ساتنې ادارې مديره پلاوي ويلي دي چې د اروپايي اتحادیې د معلوماتو د ساتنې د مقرراتو عمومي ادارې (جي ډي پي آر) له خوا دا پر يوې ادارې لګول شوې تر ټولو لوړه جريمه ده. د دې سزا علت دا وو چې ميټا د کاروونکو دا معلومات د اروپايي ټولنې محکمې د يوې پخوانۍ پريکړې څخه په سرغړونې له اروپا څخه امريکا ته انتقال کړي دي.
د فیسبوک او انسټاګرام شین ټیک په پیسو کیږي
د اروپا د معلوماتو د ساتنې ادارې مديره پلاوي مشرې آندريا ژيلينک وويل: «د ميټا له خوا دا سرغړونه ځکه ډېره جدي ده چې په ترڅ کې یې د کاروونکو معلومات په ډېر منظم ډول په وار وار او پرله پسې توگه له اروپايي ټولنې دباندې انتقاليدل.»
اړونده موضوع:فيسبوک غواړي تويتر ته يو بديل آپ رامنځ ته کړي
ميټا پر دې پريکړه په خپل چټک غبرگون کې ويلي دي چې د دې جريمې پر ضد به د استيناف غوښتنه وکړي. دې امريکايي شرکت په عين وخت کې دا هم ويلي دي چې د جريمې له کبله به یې په اروپا کې فعاليت او خدمات اغيزمن نه شي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
د ميټا د اروپا مرکزي دفترونه د اروپايي اتحاديې په غړي هيواد آيرلنډ کې دي. په دې منځ کې د آيرلنډ د معلوماتو د ساتنې کمېسيون ويلي دي چې د اروپا د معلوماتو د ساتنې ادارې له خوا ورته لارښوونه شوې ده چې له ميټا څخه ۱،۲ ميليارده یورو چې ۱،۳ ميليارده ډالر کیږي، اداري جريمه واخلي.