انګلا میرکل: په افغانستان کې تاوتریخوالی د منلو نه دی
۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبهد آلمان لومړۍ وزیرې انگلا میرکل تېر ماښام (د جنورۍ ۲۷ نیټه) د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ویډيو کنفرانس له لارې د خبرو په ترڅ کې وويل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچې لوړیدو اندیښمنه کړې ده.
نوموړې وویل د افغان پلاوي او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو سره سره تاوتریخوالی لا هم په دې هیواد کې روان دی او خلکو ته زیان رسیږي چې دا د منلو نه دی.
ميرکل په افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ او ویې ویل چې د آلمان هڅې باید افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل شي.
په دغو خبرو کې ولسمشر غني په بېلا بېلو برخو کې د آلمان له مرستو مننه وکړه. هغه وویل دواړه هیوادونه به د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا له پاره له شته ټولو امکاناتو کار واخلي. دواړو چارواکو په دې ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هوکړه وکړه .
اړونده موضوع: د افغان مهاجرو پر اخراج باندي د میرکل پر ټینګار نیوکې
د آلمان لومړۍ وزیرې د ولسمشر غني د هغه وړاندیز هر کلی وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به په هوایي دهلیزونو فکر کیږي تر څو د افغانستان تولیدات په ځانګړي ډول تازه او وچه میوه د آلمان مارکېټونو ته ورسېږي.
د سولې او مذاکراتو خبرې په داسې وخت کې کیږي چې په قطر کې د افغان پلاوي او طالبانو تر منځ خبرو کې پرمختګ نه بریښي او له څو ورځو را په دېخوا خبرې هم نه دي شوي.
افغانان هم روان تاوتریخوالي ته په کتو د سولې له دغو مذاکراتو ناخوښ دي.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په خپل وروستي رپوټ کې چې په دغه هیواد کې یې د تلفاتو په اړه خپور کړی ویلي دي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۰ م کال کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵ نورټپیان شوي دي.